Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 34:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 د بل خُدائ عبادت مۀ کوئ، ځکه چې د مالِک خُدائ نوم غېرتى دے، هغه غېرتى خُدائ پاک دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 34:14
20 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ به د اِسرائيل مُلک له سزا ورکړى او هغه به داسې وخوځوى لکه چې په يوه وَله کښې د لوخې بوټے خوځيږى. هغه به اِسرائيل د دې ښۀ مُلک نه د بېخ نه وباسى کوم چې هغۀ د هغوئ پلار نيکۀ له ورکړ‌ے وو او هغوئ به د فرات سيند نه اخوا خوارۀ وارۀ کړى، ځکه چې هغوئ د اشيرې بُتانو جوړولو په وجه د هغۀ غصه راپارولې ده.


هغۀ ورته وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما په شوق سره ستا خِدمت کړے دے، ما صِرف ستا خدمت کړے دے، اے مالِک خُدايه ربُ الافواجه. خو اِسرائيليانو تا سره خپل لوظ مات کړے دے، ستا قربان‌ګاه يې ماتې کړې دى او ستا پېغمبران يې وژلى دى. صِرف زۀ پاتې يم او هغوئ زما په ژوند پسې لګېدلى دى.“


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زما شان او شوکت به ستا په مخکښې تېر شى او ستا په مخکښې به زۀ خپل مقدس نوم واخلم کوم چې مالِک خُدائ دے. زۀ مالِک خُدائ يم او څوک چې زۀ غوره کړم زۀ هغوئ ته خپل رحم او ترس ښايم.


زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم.


زمونږ دپاره يو ماشوم پېدا شوے دے. مونږ له يو زوئ راکړے شوے دے. او حکمرانى به د هغۀ په اوږو وى. هغه به په دې نومونو سره ياديږى، ”عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.“


زۀ به ستاسو خلاف خپله غصه نازله کړم، او هغوئ به تاسو سره د غصې سلوک وکړى. هغوئ به ستاسو پوزې او غوږونه پرې کړى، او په تاسو کښې چې څوک پاتې شى په تُوره به مړۀ کړے شى. هغوئ به ستاسو زامن او لوڼه بوځى، او تاسو نه چې څوک پاتې شى هغوئ به په اور کښې وسوزولے شى.


مالِک خُدائ غېرتى او بدل اخستونکے خُدائ پاک دے، مالِک خُدائ بدل اخلى او د قهر نه ډک دے. او مالِک خُدائ د خپلو دشمنانو نه بدل اخلى او خپله غصه د خپلو دشمنانو خلاف جارى ساتى.


خو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ورک شه اِبليسه. صحيفې وائى چې، تۀ تش مالِک خُدائ پاک ته سجده کوه او صرف هم د هغۀ عبادت کوه.“


يا ولې مونږ د مالِک غېرت کښې راولو څۀ؟ ولې مونږ د هغۀ نه زورَور يُو څۀ؟


مالِک خُدائ به داسې سړے نۀ معاف کوى. د مالِک خُدائ سخت قهر او د هغۀ سخت غېرت به د هغۀ خِلاف شى او په دې کِتاب کښې ليکلے شوى ټول لعنتونه به په هغۀ رانازل شى تر دې پورې چې مالِک خُدائ هغه پوره تباه کړى.


د هغوئ بُت پرستۍ د مالِک خُدائ غېرت رابېدار کړو، د هغوئ حرام کار هغه په قهر کړو.


د خپلو غلطو بُتانو په وجه هغوئ زۀ په قهر کړے يم، د بې‌کاره معبودانو په وجه هغوئ زما غېرت راپارولے دے، زۀ به هغوئ د هغه خلقو په وجه په حسد کړم څوک چې قوم نۀ دى، نو زۀ به د يو کم عقل قوم په ذريعه هغوئ په قهر کړم،


ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د يو بل شوى اور په شان دے، او غېرتى خُدائ پاک دے.


او هغوئ ووئيل چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته خپله لوئى او جلال په هغه وخت وښودلو چې د اور نه مو د هغۀ خبرې اورېدلې. مونږ ته نن دا پته ولګېده چې کۀ خُدائ پاک د يو انسان سره خبرې وکړى نو هغه انسان بيا هم ژوندے پاتې کېدے شى.


زما نه غېر د نورو معبودانو عبادت مۀ کوئ.


ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کوم چې تاسو سره اوسيږى، هغه يو غېرتى خُدائ پاک دے. د هغۀ غضب به په تاسو راشى او هغه به د زمکې مخ نه تاسو ورک کړى.


يشوَع خلقو ته وفرمائيل، ”خو کېدے شى چې تاسو د دې قابل نۀ شئ چې د مالِک خُدائ خِدمت وکړئ. هغه يو مقدس او غيرتى خُدائ پاک دے او هغه به ستاسو ګناهونه نۀ معاف کوى،


ما تاسو ته وفرمائيل چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو به د اموريانو معبودانو عبادت نۀ کوئ د چا په مُلک کښې چې اوس تاسو اوسېږئ. خو تاسو ما ته غوږ ونۀ نيولو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan