Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 34:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 د هغوئ د قربانۍ ځايونه وران کړئ، د هغوئ مقدسې ستنې تباه کړئ او هغوئ له د اشيرې د بُت نښې راوغورزوئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 34:13
25 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ به د اِسرائيل مُلک له سزا ورکړى او هغه به داسې وخوځوى لکه چې په يوه وَله کښې د لوخې بوټے خوځيږى. هغه به اِسرائيل د دې ښۀ مُلک نه د بېخ نه وباسى کوم چې هغۀ د هغوئ پلار نيکۀ له ورکړ‌ے وو او هغوئ به د فرات سيند نه اخوا خوارۀ وارۀ کړى، ځکه چې هغوئ د اشيرې بُتانو جوړولو په وجه د هغۀ غصه راپارولې ده.


نو هغوئ د عبادت ستنه او عبادتخانه تباه کړه او عبادتخانه په ټټۍ بدله شوه او تر نن ورځې پورې شته دے.


هغۀ علاقائى عبادتخانې تباه کړى، د کاڼى ستنې يې ماتې کړې او د اشيرې بُت نښې يې راوغورزولې. هغۀ د زېړو مار هم ټوټې ټوټې کړو چې موسىٰ جوړ کړے وو، چې نوم يې نحشتان وو. ځکه چې تر اوسه پورې اِسرائيلو دې ته خوشبوئى سوزوله.


يوسياه بادشاه د کاڼو ستنې ټوټې کړې، د اشيرې بُت نښې يې راوغورزولې او چې دا چرته ولاړې وې نو هغه ځائ يې د بنيادمو په هډُوکو باندې پټ کړو.


هغۀ د پردو خلقو قربان‌ګاه او علاقائى عبادتخانې لرې کړې، د کاڼو پاکې ستنې يې ماتې کړې او د اشيرې د بُت نښې يې راوغورزولې.


آسا بادشاه خپله نيا معکه د مور مَلِکې د عُهدې نه لرې کړه، ځکه چې هغې د اشيرې د بې‌شرمۍ بُت جوړ کړے وو. آسا دا بُت مات کړو، ټوټې ټوټې يې کړو او د دې ټوټې يې د قِدرون په وادۍ کښې وسوزولې.


هغۀ خپل ځان د مالِک خُدائ کار ته وقف کړے وو او علاقائى عبادتخانې او د اشيرې بُت نښې يې په يهوداه کښې تباه کړې.


نو خلقو د مالِک خُدائ په کور کښې د هغۀ عبادت پرېښودو، دا هغه ځائ وو چرته چې د هغوئ پلار نيکۀ عبادت کولو او د دې په ځائ يې د بُتانو او د اشيرې بُت د نښو عبادت شروع کړو. د دې ګناهونو د جرم په وجه هغوئ په يهوداه او يروشلم باندې د مالِک خُدائ غصه راوستله.


د اختر د ختمېدو نه پس، ټول اِسرائيليان د يهوداه هر يو ښار ته لاړل، او د کاڼو ستنې يې ماتې کړې، د اشيرې بُت نښې يې راوغورزولې او قربان‌ګاه او علاقائى عبادتخانې يې تباه کړې. هغوئ په باقى ټوله يهوداه کښې، د بنيامين، اِفرائيم او منسى په علاقو کښې هم دغه شان وکړل، بيا هغوئ ټول کورونو ته راواپس شول.


د بادشاه دُعا او د خُدائ پاک د دُعا قبلول او د هغۀ د توبې نه مخکښې د هغه ګناهونو حِساب کِتاب چې هغۀ کړى وُو، هغه بد عملونه چې هغۀ کړى وُو، علاقائى عبادتخانې او د اشيرې بُت کومې نښې چې هغۀ جوړې کړې وې او هغه بُتان چې هغۀ يې عبادت کولو، دا هر څۀ د پېغمبرانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.


د هغوئ معبودانو ته سجده مۀ لګوئ او مۀ يې عبادت کوئ او د هغوئ طريقې مۀ خپلوئ او د هغوئ بُتان مات کړئ او د هغوئ د کاڼو مقدسې ستنې وغورزوئ.


هغوئ چې په خپلو لاسونو کومې قربان‌ګاه جوړې کړې دى هغوئ به په دې باندې نور يقين نۀ ساتى، او د اشيرې بُت په نښو او د خوشبودارو مصالحو سوزولو په قربان‌ګاه باندې به يې اعتبار ختم شى.


نو داسې به د يعقوب ګناه معاف شى، او چې کله د اِسرائيل ګناهونه ختم شى نو په نتيجه کښې به هغوئ د غېرو قومونو قربان‌ګاه د چونې د کاڼى په شان ذرې ذرې کړى او د قربان‌ګاه خوشبودارې مصالحې او د اشيرې د بُت نښې به پاتې نۀ شى.


نۀ صرف تاسو بلکې ستاسو بچى هم خپلې قربان‌ګاه او د اشيرې بُت شکلونه همېشه رايادوى کۀ د شنې ونې په خوا کښې وى او کۀ په اوچته غونډۍ وى.


زۀ به ستاسو د مينځ نه د اشيرې بُت ستنې راوکاږم او ستاسو ښارونه به تباه کړم.


تاسو د هغه مُلک ټول اوسېدونکى وشړئ. د هغوئ ټولې مجسمې او بُتان مات کړئ او د هغوئ ټولې علاقائى عبادتخانې ورانې کړئ.


کله چې تاسو مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک دپاره يوه قربان‌ګاه جوړَوئ، نو د هغې په څنګ کښې د لرګى د اشيرې بُت ستنه مۀ ودروئ.


او د بُت پرستۍ دپاره د کاڼى ستنه مۀ ودروئ، مالِک خُدائ د دې څيزونو نه نفرت کوى.


د هغوئ د قربان‌ګاه ځايونه وران کړئ، د هغوئ مقدسې ستنې ټوټې ټوټې کړئ، د هغوئ د اشيرې بُت نښې راوغورزوئ او د هغوئ بُتان وسوزوئ.


تاسو چې د هغه خلقو سره هيڅ لوظ ونۀ کړئ کوم چې په دې مُلک کښې اوسيږى بلکې د هغوئ د قربانۍ ځايونه راوغورزوئ. خو تاسو زما د حُکم نافرمانى کړې ده. تاسو داسې ولې کړى دى؟


په هغه شپه مالِک خُدائ جدعون ته وفرمائيل، ”د خپل پلار غوَيے او يو بل غوَيے چې د اوو کالونو وى بوځه، د خپل پلار قربان‌ګاه راوغورزوه چې د بعل دپاره ده او د هغې په خوا کښې د اشيرې ستنه ماته کړه.


په دې لوړ ځائ باندې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته يوه صحيح قربان‌ګاه جوړه کړه. بيا هغه دوېم غوَيے بوځه او د يوې قربانۍ په توګه يې پوره وسوزوه، د دې په سوزولو کښې د اشيرې د ستنې لرګى استعمال کړه چې تا ټوټې ټوټې کړې دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan