Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 34:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د اولنو په شان دوه د کاڼى تختې جوړې کړه او زۀ به په هغې باندې هم هغه حُکمونه ليکم کوم چې په اولنو تختو باندې وُو، کومې چې تا ماتې کړې وې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 34:1
11 Iomraidhean Croise  

اے مالِکه خُدايه ستا کلام ابدى دے او دا په آسمانونو کښې قائم دے


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ما له غرۀ ته راوخېژه او چې کله تۀ هلته يې نو زۀ به تا له د کاڼو دوه تختې درکړم چې په هغې باندې ما ټول اصُول او حُکمونه ليکلى دى چې تۀ به دا خلقو ته بيانوې.“


چې کله خُدائ پاک د سينا په غرۀ باندې د موسىٰ سره خبرې خلاصې کړې، نو هغۀ له يې هغه د کاڼى دوه تختې ورکړې چې په کومو باندې خُدائ پاک په خپله حُکمونه ليکلى وُو.


خُدائ پاک په خپله هغه تختې تيارې کړې وې او حُکمونه يې ورباندې ليکلى وُو.


چې کله موسىٰ خېمو ته ښۀ رانزدې شو او هغه سخے او د خلقو ګډېدل يې وليدل، نو سخت په قهر شو. هغۀ چې کومې تختې روانې کړې وې هغه يې هلته د غرۀ په لمن کښې وغورزولې او ماتې يې کړې.


موسىٰ هلته د مالِک خُدائ سره څلوېښت ورځې او شپې ايسار شو، هغۀ نۀ څۀ خوړل او نۀ يې څۀ څښل. هغۀ په هغه تختو باندې د لوظ خبرې يعنې لس حُکمونه وليکل.


نو موسىٰ د اولنو په شان دوه د کاڼو نورې تختې جوړې کړې او سحر وختى هغۀ دا د سينا غرۀ ته د ځان سره وخېژولې، لکه څنګه چې مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.


بيا يرمياه يو بل تش طومار راواخستلو او باروک ليکوال د نيرياه زوئ له يې ورکړو، نو څنګه به چې يرمياه فرمائيل نو هغه ټول الفاظ يې په کښې دوباره وليکل کوم چې په هغه طومار کښې ليکلے شوى وُو چې يهويقيم د يهوداه بادشاه په اور کښې اچولے او سوزولے وو. او د هغې نه علاوه يې نوره هم په دې موضوع رڼا واچوله.


هغۀ تاسو ته وفرمائيل چې د هغه لوظ پوره کولو دپاره به څۀ کوئ، تاسو به په هغه لسو حُکمونو عمل کوئ، کوم چې هغۀ د کاڼو په هغه دوه تختو باندې ليکلى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan