هِجرت 33:4 - Pakistani Yousafzai Pashto4 چې کله خلقو دا واورېدل، نو هغوئ په ژړا شروع وکړه او هغوئ نور کالى اچول بند کړل. Faic an caibideil |
بيا موسىٰ هارون او د هغۀ زامنو اِلىعزر او اِتمر ته وفرمائيل، ”خپل وېښتۀ ببر مۀ ساتئ او نۀ چې خپلې جامې وشلوئ چې ښکاره کړئ چې په غم غمژن يئ. کۀ تاسو داسې وکړل، نو مړۀ به شئ. او مالِک خُدائ به ټول قوم ته په قهر شى. خو نورو بنى اِسرائيلو ته اجازت دے چې په دې غم غمژن شى کوم مرګ چې د مالِک خُدائ د اور په وجه شوے دے.