Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 33:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 موسىٰ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”ګوره، تا ما ته فرمائيلى دى چې دا خلق به هغه زمکې ته بوځم، خو تا ما ته دا ونۀ فرمائيل چې زما سره به تۀ څوک لېږې. تا ما ته فرمائيلى دى چې تا زۀ ښۀ پېژنم او ستا نه رضا يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 33:12
16 Iomraidhean Croise  

ما هغه د دې دپاره غوره کړے دے چې هغه خپلو زامنو او اولاد ته دا نصيحت وکړى چې زما خبره منى او هغه څۀ کوى چې کوم صحيح او حق دى. کۀ دوئ داسې کوى، نو زۀ به هم د هغۀ دپاره هغه هر څۀ وکړم چې ما يې وعده کړې ده.“


بيا بادشاه صدوق ته وفرمائيل، ”د لوظ صندوق واپس ښار ته يوسه. کۀ زۀ د مالِک خُدائ په نظر کښې ښۀ ښکارم، نو يوه ورځ به مې هغه واپس دې صندوق او د هغه ځائ ليدو له راولى چرته چې دا پروت دے.


بې‌شکه مالِک خُدائ د صادقانو د لارې خيال ساتى، په لار د تباهۍ خو بدعمله ورروان وى.


اوس زۀ تا فِرعون له لېږم نو تۀ به زما خلق بنى اِسرائيل د مِصر نه بهر بوځې.“


چې کله مالِک خُدائ وليدل چې موسىٰ نزدې راروان وو، هغه د جاړې مينځ نه ورته آواز ورکړو او ورته يې وفرمائيل، ”موسىٰ! موسىٰ!“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”جى زۀ حاضر يم.“


اوس لاړ شه، خلق هغه ځائ ته بوځه کوم چې ما درته ښودلے دے. او ګوره، زما فرښته به ستا لارښودنه کوى، خو هغه وخت راروان دے چې زۀ به دې خلقو له د هغوئ د ګناه سزا ورکړم.“


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”تۀ او دا خلق چې تا د مِصر د مُلک نه راوويستل، د دې ځائ نه لاړ شئ او هغه زمکې ته لاړ شئ د کومې چې ما اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب او د هغوئ اولاد له د ورکولو لوظ کړے دے.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زۀ به هم هغه شان وکړم لکه چې تا څنګه وئيلى دى، ځکه چې تا زۀ ښۀ پېژنم او زۀ ستا نه رضا يم.“


زۀ به ستاسو نه مخکښې يوه فرښته ولېږم او زۀ به کنعانيان، اموريان، حِتيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان وشړم.


هغۀ وفرمائيل، ”اے مالِکه خُدايه، کۀ تۀ په رښتيا زما نه رضا يې زۀ تا ته سوال کوم چې تۀ مونږ سره لاړ شه. زمونږ دا خلق ضديان دى،خو زمونږ بدى او ګناه معاف کړه او مونږ د خپلو خلقو په توګه قبول کړه.“


اے بنى اِسرائيلو، هغه مالِک خُدائ چا چې تاسو پېدا کړى يئ هغه فرمائى چې، ”يرېږئ مه، ځکه چې ما تاسو په بيعه اخستى يئ. ما تاسو ته په نوم آواز کړے دے، تاسو زما يئ.


زۀ به تا له د تورې تيارې او د پټو ځايونو نه خزانې درکړم، نو بيا به تا ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، او چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يم څوک چې تا ته په نوم آواز کوى.


”ما تۀ د هغه وخت نه پېژندلې چې لا د مور په خېټه شوے نۀ وې، ستا د پېدا کېدو نه وړاندې مې تۀ غوره کړې او د قومونو دپاره مې نبى مقرر کړې.“


لکه څنګه چې ما تاسو سره وعده کړې وه کله چې تاسو د مِصر نه بهر راوتلئ. زما روح ستاسو په مينځ کښې دے نو تاسو مۀ يرېږئ.


خو بيا هم د خُدائ پاک بنياد مضبوط دے او په هغې دا ليکلى دى چې، ”مالِک خپل هغه خلق پېژنى،“ او، ”څوک چې د هغۀ دى د مالِک نوم اخلى، هغه دې د شرارت نه واوړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan