Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 33:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 مالِک خُدائ به د موسىٰ سره مخامخ خبرې کولې، لکه چې يو کس يې د خپل ملګرى سره کوى. بيا به موسىٰ خېمو ته واپس راتلو. خو هغه زلمے، د نون زوئ، يشوَع چې د هغۀ مددګار وو، هغه به په خېمه کښې ايسارېدلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 33:11
19 Iomraidhean Croise  

يعقوب ووئيل، ”ما خُدائ پاک مخامخ ليدلے دے او بيا هم لا ژوندے پاتې يم.“ نو په هغه ځائ يې فنواېل نوم کېښودو.


تۀ زمونږ خُدائ پاک يې. کله چې ستا خلق بنى اِسرائيليان دې مُلک ته راننوتل، چې کوم خلق دلته اوسېدل نو هغه دې وشړل او د خپل خليل اِبراهيم اولاد له دې هغه مُلک ورکړو چې د همېشه دپاره د هغوئ شى.


او زما دوست زما دپاره خُدائ پاک سره بحث کوى لکه څنګه چې يو سړے د خپل دوست دپاره مِنت زارى کوى.


موسىٰ يشوَع ته وفرمائيل، ”يو څو سړى خوښ کړه او لاړ شه، سبا د عماليقيانو سره جنګ وکړه. زۀ به د غرۀ په سر ودرېږم او د خُدائ پاک طاقت لرونکې امسا به زما په لاس کښې وى.“


موسىٰ د خپل مدد کوونکى يشوَع سره روان شو او موسىٰ د خُدائ پاک غرۀ ته بره ختلو.


چې خلقو چغې وهلې نو يشوَع د خلقو شور واورېدو او موسىٰ ته يې وفرمائيل، ”په خېمو کښې د جګړې شور دے.“


چې څنګه به خلقو د خېمې د دروازې په خولۀ کښې د وريځې ستن وليدله، نو هر يو کس به پاڅېدلو او د خپلې خپلې خېمې د دروازې په خولۀ کښې به يې سجده کوله.


څنګه چې به موسىٰ دننه تلو نو د وريځې ستن به لاندې راتله او د خېمې د دروازې په خولۀ کښې به ودرېدله او مالِک خُدائ به د وريځې نه د موسىٰ سره خبرې کولې.


زۀ مالِک خُدائ يم. او هم دا زما نوم دے. زۀ به خپل جلال بل هيچا ته نۀ ورکوم، او زما په ثناء صِفت کښې به بُتانو ته هيڅ برخه نۀ ملاويږى.


بيا د نون زوئ يشوَع، کوم چې د ځوانۍ د وخت نه د موسىٰ مدد کوونکے وو، هغۀ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زما نېکه هغوئ منع کړه.“


خو زۀ خپل خِدمتګار موسىٰ سره داسې نۀ کوم، هغه ما د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو مشر جوړ کړے دے.


نو زۀ د هغۀ سره مخامخ خبرې کوم، صفا او واضِحه خبرې ورسره کوم، هغۀ زۀ ليدلے يم. تاسو دا جرأت څنګه کوئ چې زما د خِدمت کوونکى موسىٰ خِلاف خبرې کوئ؟“


د دې وئيلو نه پس عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زمونږ دوست لعزر اودۀ پروت دے خو زۀ ورځم چې راويښ يې کړم.“


ناوې د وادۀ د زلمى وى او د وادۀ د زلمى دوست څوک چې ورسره نزدې ولاړ وى نو هغه چې کله د هغۀ خبرې اورى، نو د زلمى په آواز اورېدو ډېر خوشحاليږى. نو دغه شان زما خوشحالى هم پوره کيږى.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ستا د مرګ ورځې رانزدې دى. يشوَع راوغواړه او مقدسې خېمې ته يې راوله، چې هلته هغۀ ته نصيحت وکړم.“ نو موسىٰ او يشوَع خېمې ته لاړل،


نو په اِسرائيلو کښې هيڅکله د موسىٰ په شان پېغمبر نۀ دے پېدا شوے، چې مالِک خُدائ مخامخ د هغۀ سره خبرې وکړې.


مالِک خُدائ هلته په غرۀ باندې د اور نه تاسو سره مخامخ خبرې وکړې.


او د صحيفو هغه ليکل پوره شو چې فرمائى، ”اِبراهيم په خُدائ پاک ايمان راوړو او دا د هغۀ دپاره په صداقت حساب شو،“ او هغه خليل اللّٰه وبللے شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan