مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”ښکته لاړ شه او هارون هم د ځان سره راوخېژوه. خو چې اِمامان او خلق ما ته د راتلو دپاره د حدونو نه راوا نۀ وړى، ګنې زۀ، مالِک خُدائ به هغوئ له سزا ورکړم.“
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”تۀ او دا خلق چې تا د مِصر د مُلک نه راوويستل، د دې ځائ نه لاړ شئ او هغه زمکې ته لاړ شئ د کومې چې ما اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب او د هغوئ اولاد له د ورکولو لوظ کړے دے.
ما ته پته ده چې زما د مرګ نه پس به خلق بدعمله شى او چې ما څۀ ورته ښودلى دى د هغې نه به منکر شى. او په راتلونکى وخت کښې به هغوئ د افت سره مخامخ شى، ځکه چې هغوئ به مالِک خُدائ په قهر کړے وى د هغه کارونو په وجه چې هغۀ منع کړى دى.“
خو چې کله به قاضى مړ شو، نو خلق به هم هغه ناولو کارونو ته وروګرځېدل او د مخکښېنى نسل نه به يې بدتر عمل کولو. هغوئ به د نورو معبودانو خِدمت او عبادت کولو او د خپلو بدو عملونو او خپلو ضدى طريقو پرېښودو نه به يې اِنکار کولو.