هِجرت 32:4 - Pakistani Yousafzai Pashto4 هغۀ د هغوئ والۍ واخستلې، ويلې يې کړې او د سخى په شکل يې يو بُت ترې نه جوړ کړو. هغوئ ووئيل، ”اے بنى اِسرائيلو، دا زمونږ خُدائ دے چې مونږ يې د مِصر د مُلک نه راوويستلو.“ Faic an caibideil |
يربعام د اتمې مياشتې په پينځلسمه ورځ په يهوداه کښې د اختر په شان يو مذهبى اختر هم مقرر کړو. د سرو زرو کوم سخى يې چې جوړ کړى وُو نو په بيتايل کښې يې په قربانګاه باندې هغې ته نذرانې پېش کړې او هغۀ هلته په بيتايل کښې د عبادت په هغه ځايونو کښې د خِدمت دپاره اِمامان کښېنول کومې علاقائى عبادتخانې چې هغۀ جوړې کړې وې.