35 نو مالِک خُدائ په هغه خلقو يو وبا راولېږله، ځکه چې د هغوئ په وجه هارون د سرو زرو سخے جوړ کړے وو.
خو فِرعون سارۍ بوتلې وه، نو ځکه مالِک خُدائ په فِرعون او د هغۀ په درباريانو يوه لويه وبا راوسته.
ما هغوئ ته ووئيل چې ما له خپل د سرو زرو کالى راوړئ او چې د چا سره وُو نو هغه يې راوويستل او ما له يې راکړل. ما هغه کالى په اور کښې واچول او دا سخے ترې نه پخپله جوړ شو.“
موسىٰ وليدل چې هارون هغه خلق خپلې خوښې ته پرېښى وُو او د قابو نه يې وتلى وُو او د خپلو دشمنانو په مخکښې يې خپل ځانونه شرمولى وُو.
ليويانو د موسىٰ خبره ومنله او تقريباً درې زره کسان يې په هغه ورځ ووژل.
هغۀ د هغوئ والۍ واخستلې، ويلې يې کړې او د سخى په شکل يې يو بُت ترې نه جوړ کړو. هغوئ ووئيل، ”اے بنى اِسرائيلو، دا زمونږ خُدائ دے چې مونږ يې د مِصر د مُلک نه راوويستلو.“
خو وبا څليريشت زره کسان وژلى وُو.
د خپلې مخبرۍ د قيمت په بدله کښې، يهوداه يو پټے واخستو او هلته سر د لاندې راپرېوتو، خېټه يې وشلېده او ټولې کولمې يې بهر راووتلې.
نو هغه وخت هغوئ د سخى په شکل يو بُت جوړ کړو او هغه بُت ته يې قربانى وکړه او په خپلو لاسونو جوړ شوى څيز ته يې خوشحالى کوله.