33 مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زۀ به د خپل کِتاب نه د هغوئ نومونه وران کړم چا چې زما خِلاف ګناه کړې ده.
د هغوئ نومونه دې د ژوندون د کِتاب نه لرې شى، د صادقانو په شمېر کښې دې حساب نۀ شى.
په درد کښې يم او په ما باندې سختى ده، اے پاکه خُدايه، په خپل خلاصون دې ما بچ کړه.
بدعمله تباه کړى دى تا، قومونه رټلى دى تا، د تل دپاره دې نام و نشان ورله ختم کړے دے.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا فتح د ياد ساتلو دپاره د ځان سره وليکه. يشوَع ته دا واوروه چې زۀ به عماليقيان مکمل تباه کړم.“
کوم کس چې ګناه وکړى هم هغه کس به مړ شى. زوئ به د پلار په ګناه نۀ شى نيولے، او نۀ به پلار د زوئ په ګناه کښې نيولے شى. د صادق انسان صداقت به هغۀ ته په نېکۍ کښې حساب شى، او بدعمله ته به د بدعملۍ سزا مِلاو شى.
ځکه چې هر ژوندے ځان زما دے، پلار او د هغۀ زوئ دواړه يو شان زما دى. څوک چې ګناه وکړى هم هغه به مړ کيږى.
او کۀ هر چا هم په هغه ورځ څۀ کار وکړو، نو زۀ به په خپله هغه تباه کړم.
مالِک خُدائ به داسې سړے نۀ معاف کوى. د مالِک خُدائ سخت قهر او د هغۀ سخت غېرت به د هغۀ خِلاف شى او په دې کِتاب کښې ليکلے شوى ټول لعنتونه به په هغۀ رانازل شى تر دې پورې چې مالِک خُدائ هغه پوره تباه کړى.
او په خِدمت کښې زما وفادار ملګريه، زۀ تا ته هم خواست کوم چې تۀ د دغو ښځو مدد هم وکړه ځکه چې هغوئ ما سره په زېرى خورولو کښې لکه د کليمينتوس او زما د خِدمت نورو ملګرو سره خوارى وکړه د چا نومونه چې د ژوندون په کِتاب کښې ليکلى دى.
او د زمکې ټول اوسېدونکى به د هغې عبادت وکړى هغوئ ټول د چا نومونه چې د هغه حلال شوى ګډُورى د ژوندون په کِتاب کښې د ازل نه ليکلے شوى نۀ دى.
بيا ما لوئ او واړۀ مړى د تخت د وړاندې ولاړ وليدل او کتابونه پرانستلے شول. بيا بل کِتاب پرانستلے شو، يعنې د ژوندون کِتاب. او د مړو عدالت د هغوئ د اعمالو په مطابق وشو څنګه چې په هغه کتابونو کښې درج وو.
هر هغه څوک چې کامياب شى نو هغوئ ته به دغسې سپينې جامې وراغوستلے شى او د هغوئ نوم به زۀ هيڅکله هم د ژوندون د کِتاب نه ونۀ باسم او زۀ به د خپل پلار او د هغۀ د فرښتو د وړاندې دا اعلان وکړم چې هغوئ زما خپل دى.