31 نو موسىٰ واپس مالِک خُدائ ته ورَغلو او وې فرمائيل، ”افسوس، دې خلقو يوه لويه ګناه کړې ده. هغوئ د سرو زرو نه خُدائ جوړ کړے دے او د هغۀ عبادت يې کړے دے.
مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، تۀ صادق يې، خو تا مونږ پرېښودو چې ژوندى پاتې شُو. مونږ په ګناه کښې ستا په وړاندې ولاړ يُو، خو د دې ګناه په وجه زمونږ يو کس هم دا حق نۀ لرى چې ستا حضور ته راشى.“
هغوئ د سخى په شکل کښې يو بُت جوړ کړو او وې وئيل چې دا هغه خُدائ دے چې تاسو يې د مِصر نه راوويستلئ. مالِکه خُدايه، هغوئ ستا څومره بېعزتى وکړه.
تا ښۀ وکړل چې مونږ له دې سزا راکړه، اګر چې مونږ ګناه هم کړې ده، خو تا مونږ سره اِنصاف وکړو.
د خپلو ځانونو دپاره د سپينو زرو يا د سرو زرو بُتان مۀ جوړَوئ چې زما په ځائ د هغوئ عبادت وکړئ.
د خپلو ځانونو دپاره بُتان مۀ جوړَوئ، د داسې يو څيز په شکل هم نه چې هغه پاس په آسمان کښې وى يا په زمکه وى يا کۀ هغه د زمکې لاندې په اوبو کښې وى.
په ورپسې ورځ موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”تاسو يوه لويه ګناه کړې ده. خو زۀ به يو ځل بيا مالِک خُدائ له غرۀ ته وخېژم، کېدے شى چې زۀ ستاسو د ګناه کفاره ادا کړم.“
موسىٰ هلته د مالِک خُدائ سره څلوېښت ورځې او شپې ايسار شو، هغۀ نۀ څۀ خوړل او نۀ يې څۀ څښل. هغۀ په هغه تختو باندې د لوظ خبرې يعنې لس حُکمونه وليکل.
ټولو بنى اِسرائيلو ستا د شريعت خلاف ورزى کړې ده، مخ يې ترې نه اړولے دے او ستا د منلو نه يې اِنکار کړے دے. نو په دې وجه هغه لعنتونه او قسم خوړلے شوى افتونه چې د خُدائ پاک د خِدمت کوونکى موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى دى په مونږ نازل شول، ځکه چې مونږ ستا خلاف ګناه کړې ده.
مونږ ګناه کړې ده او غلط کارونه مو کړى دى. مونږ بدعملى کړې ده او سرکشى مو کړې ده، مونږ ستا د احکاماتو او شريعت نه مخ اړولے دے.
اے مالِکه خُدايه، مونږ او زمونږ بادشاهان، زمونږ شهزادګان او زمونږ پلار نيکونه په شرمونو شرمنده يُو ځکه چې مونږ ستا خلاف ګناه کړې ده.