هغۀ د بنى اِسرائيلو اُستاذانو يعنې هغه ليويانو ته هم دا اصُول وښودل، چې هغوئ مالِک خُدائ ته وقف شوى وُو، ”د لوظ صندوق د مالِک خُدائ په هغه کور کښې کېږدئ کوم چې د داؤد زوئ سليمان بادشاه جوړ کړے دے. تاسو به نور دا يو ځائ نه بل ځائ ته نۀ وړۍ، خو تاسو به د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک او د هغۀ د خلقو بنى اِسرائيلو خِدمت کوئ.