26 موسىٰ د خېمو ځائ د دروازې په خولۀ کښې ودرېدلو او آواز يې وکړو، ”هر څوک چې د مالِک خُدائ سره وى، ما له دې راشى.“ نو ټول ليويان هغۀ ته راغونډ شول،
د يوآب يو سړے د عماسا د لاش سره ودرېدو او آواز يې وکړو، ”څوک چې د يوآب او داؤد ملګرتيا کوى نو هغوئ دې په يوآب پسې روان شى.“
ياهُو بره وکتل او چغه يې کړه، ”زما ملګرتيا څوک کوى؟“ دوو يا درېو خصيانو هغۀ ته لاندې وکتل،
څوک به ما سره د بدکارانو خلاف راپاڅى؟ او څوک به زما دپاره د بدعملو خلاف ودريږى؟
موسىٰ وليدل چې هارون هغه خلق خپلې خوښې ته پرېښى وُو او د قابو نه يې وتلى وُو او د خپلو دشمنانو په مخکښې يې خپل ځانونه شرمولى وُو.
نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تاسو هر يو کس ته دا حُکم کوى چې خپله تُوره راوباسئ او د خېمو د يو سر نه تر بل سره پورې ځئ او هر يو کس دې خپل وروڼه، خپل دوستان او خپل ګاونډيان ووژنئ.“
څوک چې ما سره نۀ دے، هغه زما خلاف دے. څوک يې چې ما سره يو ځائ نۀ راټولوى نو هغه يې نولى.
هغوئ تا ته د مور پلار، وروڼو او بچو نه هم زياته وفادارى وښودله. هغوئ ستا حُکمونه ومنل او هغوئ ستا د لوظ وفادار وُو.
يوه ورځ چې يشوَع يريحو سره نزدې وو نو ناڅاپه يې يو سړے تُوره په لاس مخې ته ولاړ وليدو. يشوَع ورنزدې شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ زمونږ ملګرے يې کۀ زمونږ دشمن يې؟“