Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 32:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 هغۀ هارون ته وفرمائيل، ”دې خلقو درباندې څۀ کړى دى، چې په دومره سخته ګناه دې آخته کړى دى؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 32:21
11 Iomraidhean Croise  

بيا ابى‌مَلِک اِبراهيم راوغوښتلو او تپوس يې ترې وکړو، ”دا تا په مونږ څۀ کړى دى؟ ما تا سره څۀ بد کړى دى چې تا په ما او زما په بادشاهۍ دا افت راوستے دے؟ داسې خو د هيچا سره هم نۀ دى کول پکار، لکه چې تا زما سره کړى دى.


ابى‌مَلِک ورته ووئيل، ”دا تا زمونږ سره څۀ کړى دى؟ زما د خلقو نه يو سړے په آسانۍ سره ستا د ښځې سره څملاستے شو او تا به مونږ ګناهګار کړى وُو.“


مالِک خُدائ به اِسرائيل ځکه پرېږدى چې يربعام ګناه کړې ده او اِسرائيل يې د ګناه طرف ته بوتلى دى.“


ستا خاندان به د نباط زوئ يربعام بادشاه په شان او د اخياه د زوئ بعشا بادشاه د خاندان په شان شى، ځکه چې اِسرائيليان دې د ګناه طرف ته بوتلى دى نو تا زما غصه راپارولې ده.


هغوئ چې کوم سخے جوړ کړے وو هغه يې راواخستلو، په اور يې ويلې کړو او د اوړو په شان يې مېده مېده کړو او په اوبو کښې يې واچولو. بيا هغۀ دا په بنى اِسرائيلو باندې وڅښلو.


هارون ورته وفرمائيل، ”زما نېکه، ما ته مۀ په قهر کېږه، تا ته پته ده چې دا خلق څومره بد‌کاره دى.


سموئيل ترې نه تپوس وکړو، ”نو زۀ ولې د څاروو او ګډو رمباړى اورم؟“


بادشاه سلامت، زۀ چې څۀ وئيل غواړم نو هغه واوره. کۀ دا مالِک خُدائ وى چې تۀ يې زما خِلاف کړې، نو يوه نذرانه چې هغۀ ته پېش شى نو کېدے شى چې د هغۀ فېصله بدله شى، خو کۀ دا انسان کړى وى، نو په هغوئ دې د مالِک خُدائ لعنت راشى. ځکه چې هغوئ زۀ د مالِک خُدائ د مُلک نه وشړلم او راته يې ووئيل چې د پردو معبودانو عبادت کوه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan