Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 32:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 چې کله موسىٰ خېمو ته ښۀ رانزدې شو او هغه سخے او د خلقو ګډېدل يې وليدل، نو سخت په قهر شو. هغۀ چې کومې تختې روانې کړې وې هغه يې هلته د غرۀ په لمن کښې وغورزولې او ماتې يې کړې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 32:19
20 Iomraidhean Croise  

داؤد صِرف د لټې يو پېش بند اغوستے وو او د خپل ټول طاقت سره د مالِک خُدائ د درناوى دپاره ګډېدو.


زۀ بدکارانو ته ډيرې غصې راخستے يم، هغوئ چا چې ستا شريعت پرېښے دے.


بيا د هارون خور مريم، کومه چې پېغمبره وه، هغې خپل تمبل راواخستلو، او ټولې ښځې د خپلو تمبلونو سره په ګډېدو په هغې پسې لاړلې.


خو موسىٰ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال کولو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، تۀ ولې خپلو خلقو ته دومره په قهر يې، چې هغوئ دې د خپل لوئ طاقت او خپل لوئ قُدرت سره د مِصر د مُلک نه راوويستل؟


موسىٰ وفرمائيل، ”دا نۀ د فتحې او نۀ د شکست آواز معلوميږى، زۀ چې څۀ اورم دا د هغوئ د سندرو آواز دے.“


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د اولنو په شان دوه د کاڼى تختې جوړې کړه او زۀ به په هغې باندې هم هغه حُکمونه ليکم کوم چې په اولنو تختو باندې وُو، کومې چې تا ماتې کړې وې.


دا به د هغه لوظ په شان نۀ وى کوم چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو کله چې ما هغوئ د لاس نه ونيول او د مِصر نه مې بهر وويستل، ځکه چې هغوئ ما سره کړے لوظ مات کړو، کۀ څۀ هم چې زما مثال هغوئ ته د وفادار خاوند په شان وو. مالِک خُدائ داسې فرمائى.


زمونږ د زړۀ خوشحالى رانه اخستے شوې ده او زمونږ ګډا په ماتم بدله شوې ده.


بيا ما خپله دوېمه امسا ماته کړه چې نوم يې ”اتفاقى“ وو، او د يهوداه او د اِسرائيل په مينځ کښې ورورولى مې ماته کړه.


موسىٰ يو ډېر عاجز سړے وو، هغه د زمکې په مخ د ټولو خلقو نه زيات عاجز وو.


خو زۀ تاسو ته دا وايم چې هر څوک چې يو ورور ته غصه هم وکړى، هغۀ ته به په عدالت کښې ضرور سزا ورکړے شى. او کۀ هغه ورته کم عقل ووائى نو هغه به ضرور عدالت ته جواب ورکوى، او کۀ چرې ورته ليونے ووائى نو هغۀ ته به د دوزخ د اور خطره وى.


خو کله چې عيسىٰ دا وليدل نو خفه شو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”ماشومان ما ته راپرېږدئ، دوئ مۀ منع کوئ ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى هم د داسې خلقو ده.


د دوئ د سختو زړونو په وجه هغۀ په غصه او افسوس ټولو ته وکتل او هغه سړى ته يې وفرمائيل چې، ”خپل لاس اوږد کړه.“ هغۀ لاس اوږد کړو او لاس يې روغ رمټ شو.


تاسو بُت پرست مۀ جوړېږئ لکه چې په هغوئ کښې ځينې شوى وُو، لکه څنګه چې ليکلى دى چې، ”هغه خلق د خوړلو او څښلو دپاره کښېناستل او بيا هغوئ پاڅېدل، د مستۍ او عياشۍ سره ګډېدل.“


د غصې په وخت کښې ګناه مۀ کوئ او خپله غصه د نمر د پرېوتو نه اخوا مۀ پرېږدئ،


او زۀ به په هغې باندې هم هغه څۀ وليکم څۀ چې ما په هغه تختو باندې ليکلى وُو چې تا ماتې کړې او بيا به تۀ هغه په صندوق کښې کېږدې.“


د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خُدائ پاک په ټولو لارښودنو او قانون باندې عمل نۀ کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan