16 خُدائ پاک په خپله هغه تختې تيارې کړې وې او حُکمونه يې ورباندې ليکلى وُو.
کاش چې د اوسپنې او د پيتلو د قلم سره دا خبرې په يو ګټ باندې د تل دپاره نقش شوے وے.
چې کله خُدائ پاک د سينا په غرۀ باندې د موسىٰ سره خبرې خلاصې کړې، نو هغۀ له يې هغه د کاڼى دوه تختې ورکړې چې په کومو باندې خُدائ پاک په خپله حُکمونه ليکلى وُو.
موسىٰ واپس د غرۀ نه راکوز شو، د ځان سره يې هغه د کاڼو دواړه تختې راوړې چې په دواړو مخونو يې حُکمونه ليکلے شوى وُو.
چې خلقو چغې وهلې نو يشوَع د خلقو شور واورېدو او موسىٰ ته يې وفرمائيل، ”په خېمو کښې د جګړې شور دے.“
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د اولنو په شان دوه د کاڼى تختې جوړې کړه او زۀ به په هغې باندې هم هغه حُکمونه ليکم کوم چې په اولنو تختو باندې وُو، کومې چې تا ماتې کړې وې.
نو موسىٰ د اولنو په شان دوه د کاڼو نورې تختې جوړې کړې او سحر وختى هغۀ دا د سينا غرۀ ته د ځان سره وخېژولې، لکه څنګه چې مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.
او ستاسو نه دا ظاهريږى چې په خپله لکه د مسيح د خط په شان يئ، کوم چې مونږ په سياهى نۀ دے ليکلے، بلکې د ژوندى خُدائ پاک په روح مو ليکلے دے نه چې د کاڼى په تختو بلکې په زړونو.
کۀ د شريعت هغه تختې چې په ګټه ليکلے شوې وې او په هغې کښې دومره جلال وو چې بنى اِسرائيلو د موسىٰ مخ ته نۀ شو کتلے چې په کښې د خُدائ پاک جلال ځلېدو، کۀ څۀ هم هغه جلال به لږ وخت وروستو تتېدو،
په هغه وخت کښې مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”د اولنو په شان دوه د کاڼى تختې جوړې کړه او يو د لرګى صندوق جوړ کړه چې هغه تختې په کښې کېږدې. په غر باندې ما ته راوخېژه،
نو زۀ واپس شوم او د غرۀ نه راکوز شوم، هغه د کاڼو دوه تختې مې راروانې کړې وې چې په کومو باندې شريعت ليکلے شوے وو. د غر نه د اور لمبې ختلې.
خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو باندې به يې وليکم. زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما خلق وى.