7 يعنې زما د حضور خېمه، د لوظ صندوق او د کفارې تخت چې ورباندې پروت دے، د خېمې نور ټول سامان،
د ټولو نه تکړه کسانو د مالِک خُدائ د حضور خېمه جوړه کړه. هغوئ دا د مهينې لټې د لسو پړدو نه جوړه کړه چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه جوړې وې او په دې باندې په ګُلکارۍ کښې د وزرو والا مخلوق جوړ کړے شوے وو.
بضلىاېل د کيکر د لرګى نه د لوظ صندوق جوړ کړو، چې پينځۀ څلوېښت اِنچۍ اوږد وو او اوويشت اِنچۍ پلن او اوويشت اِنچۍ لوړ وو.
هغۀ ورله د سوچه سرو زرو يو د کفارې تخت جوړ کړو، چې پينځۀ څلوېښت اِنچۍ اوږد وو او اوويشت اِنچۍ پلن وو.
د مالِک خُدائ د حضور خېمې ټول کار په ښۀ توګه سر ته ورسېدو. بنى اِسرائيلو هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
په دې کښې د لوظ صندوق کېږده په کوم کښې چې لس حُکمونه دى او د دې په مخکښې پړده ولګوه.