Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 31:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 او ګوره، ما اهلياب هم خوښ کړے دے چې د اخيسمک زوئ دے او د دان د قبيلې نه دے، چې هغوئ يو ځائ کار وکړى. ما نورو ټولو هُنرمندو له هم لوئ قابليت ورکړے دے، چې هغوئ هغه څۀ جوړ کړى چې ما حُکم ورکړے دے،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 31:6
26 Iomraidhean Croise  

نو په دې وجه به زۀ هغه څۀ وکړم چې تا غوښتى دى. زۀ به تا له دومره ډېر حِکمت او پوهه درکړم چې نۀ به چا ته مخکښې مِلاو شوې وى او نۀ به تا نه وروستو چا ته مِلاو شى.


ټول ماهِر خلق راوغواړه کومو له چې ما مهارت ورکړے دے او هغوئ ته ووايه چې د هارون جامې جوړې کړى، نو چې هغه د يو اِمام په توګه زما خِدمت ته وقف شى.


قيمتى کاڼى پرې کولو او تيارولو، د لرګى کار کولو، او د هر قِسم د هُنر کار دپاره.


ستاسو ټول کسبګر دې راشى او هغه هر څۀ دې جوړ کړى د کوم چې مالِک خُدائ حُکم درکړے دے،


مالِک خُدائ هغۀ له او د دان قبيلې، د اخيسمک زوئ اهلياب له هم دا قابليت ورکړے دے چې خپل د هُنر کارونه نورو ته وښائى.


هغۀ هغوئ له په هر قِسم کار کښې مهارت ورکړے دے چې هغوئ د زرګرانو، د ماهِرانو او د کتان، د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ، او د نورې کپړې د جوړونکى په توګه کار وکړى. هغوئ د هر قِسم کار مهارت لرونکى کاريګران او د نوؤ څيزونو جوړولو اُستاذان دى.


موسىٰ د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د دې حُکم کړے دے چې،


د ټولو نه تکړه کسانو د مالِک خُدائ د حضور خېمه جوړه کړه. هغوئ دا د مهينې لټې د لسو پړدو نه جوړه کړه چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه جوړې وې او په دې باندې په ګُلکارۍ کښې د وزرو والا مخلوق جوړ کړے شوے وو.


د هغۀ مدد کوونکے، د دان د قبيلې اهلياب د اخيسمک زوئ وو، هغه زرګر وو، هغه ماهِر او د کتان او د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ جوړونکے هم وو.


هارون او موسىٰ هغه کسان وُو چا ته چې مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”د بنى اِسرائيلو قبيلې د مِصر نه بهر بوځئ.“


د دې نه پس بيا مالِک نور دوه اويا کسان مقرر کړل او هغوئ يې دوه دوه کسان هر ښار او کلى ته د ځان نه وړاندې ولېږل، کومو ته چې د هغۀ د ورتلو اراده وه.


کله چې هغوئ د مالِک عبادت کولو او روژه يې نيولې وه نو روحُ القُدس ورته وفرمائيل، ”برنباس او ساؤل زما د هغه کار دپاره منتخب کړئ د څۀ دپاره چې ما هغوئ رابللى دى.“


خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بې‌خفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan