4 د سرو زرو، سپينو زرو او د زېړو ښائسته کار کولو،
د هغۀ پلار د صور د علاقې د زېړو ماهِر وو، او مور يې د نفتالى قبيلې يوه کونډه وه. حيرام يو تکړه او تجربهکار ماهِر وو. هغۀ د سليمان دعوت قبول کړو چې د زېړو د ټول کار مشر شى.
نو ما له يو سړے راولېږه چې په نقش نګارۍ کښې، د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو او اوسپنې په کار کښې او د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ کپړه جوړولو کښې ماهِر وى. هغه به د يهوداه او يروشلم کاريګرو سره کار کوى کوم چې زما پلار داؤد خوښ کړى دى.
او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”د مقدسې خېمې يعنې زما د حضور خېمې دننه برخه د کتان د لسو پړدو نه جوړه کړه چې دا د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ د وړۍ نه تياره وى. په دې باندې په ګُلکارۍ کښې د وزرو والا مخلوق جوړ کړه.
د مشر اِمام دپاره يو د سينې جېب جوړ کړه چې د خُدائ پاک رضا معلومولو دپاره يې استعمالوى. دا به هم د هغه کتان نه جوړ وى د کوم نه چې پېش بند جوړ دے او هم هغه شان ګُلکارى به ورباندې شوې وى.
او ما هغه د خپل روح نه ډک کړے دے. ما هغۀ له پوهه، هُنر او د هر قِسم هُنر په کار کښې قابليت ورکړے دے،
قيمتى کاڼى پرې کولو او تيارولو، د لرګى کار کولو، او د هر قِسم د هُنر کار دپاره.