Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 31:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 چې کله خُدائ پاک د سينا په غرۀ باندې د موسىٰ سره خبرې خلاصې کړې، نو هغۀ له يې هغه د کاڼى دوه تختې ورکړې چې په کومو باندې خُدائ پاک په خپله حُکمونه ليکلى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 31:18
17 Iomraidhean Croise  

بيا يهويدع يوآس بهر بوتلو، تاج يې ورپه سر کړو او د بادشاهۍ کولو د قانون يو نقل يې ورله ورکړو. نو يوآس مقرر کړے شو او اِعلان وشو چې هغه بادشاه دے. خلقو لاسونه وپړقول او چغه يې ووهله، ”بادشاه زنده‌باد.“


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ما له غرۀ ته راوخېژه او چې کله تۀ هلته يې نو زۀ به تا له د کاڼو دوه تختې درکړم چې په هغې باندې ما ټول اصُول او حُکمونه ليکلى دى چې تۀ به دا خلقو ته بيانوې.“


چې موسىٰ بره غرۀ ته ورختلو نو د وريځې مينځ ته ورننوتلو او څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې په غرۀ کښې ايسار شو.


بيا جادوګرانو فِرعون ته ووئيل، ”دا د خُدائ پاک کار دے.“ خو د فِرعون زړۀ سخت وو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، چې فِرعون به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورى.


خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو به يې وليکم. زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما بنده ګان وى.


خو کۀ زۀ دا پيريان د خُدائ پاک د روح په مدد شړم نو د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو په مينځ کښې ده.


خو کۀ چرې زۀ د خُدائ پاک په قدرت پيريان شړم نو بيا پوهه شئ چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو په مينځ کښې ده.


او ستاسو نه دا ظاهريږى چې په خپله لکه د مسيح د خط په شان يئ، کوم چې مونږ په سياهى نۀ دے ليکلے، بلکې د ژوندى خُدائ پاک په روح مو ليکلے دے نه چې د کاڼى په تختو بلکې په زړونو.


بيا مالِک خُدائ په هغه تختو باندې هم هغه خبرې وليکلې کومې چې هغۀ په وړومبى ځل ليکلې وې، دا هغه لس حُکمونه وُو چې تاسو له يې په هغه ورځ درکړل چې د غر سره راغونډ وئ او هغۀ د اور نه خبرې وکړې. مالِک خُدائ ما له تختې راکړې.


هغۀ تاسو ته وفرمائيل چې د هغه لوظ پوره کولو دپاره به څۀ کوئ، تاسو به په هغه لسو حُکمونو عمل کوئ، کوم چې هغۀ د کاڼو په هغه دوه تختو باندې ليکلى وُو.


کله چې تاسو د غرۀ سره راغونډ وئ نو دا حُکمونه مالِک خُدائ تاسو ټولو له درکړل. کله چې هغۀ د اور نه او د تکې تورې وريځې نه په يو دروند آواز سره خبرې وکړې نو هم دغه حُکمونه يې درکړل. بيا هغۀ دا د کاڼو په دوه تختو وليکل او ما له يې راکړل.


په هغې کښې د سرو زرو د خوشبو قربان‌ګاه او د لوظ صندوق وو چې په څلورو واړو طرفو يې سرۀ زر لګېدلى وُو. په دې کښې د من نه ډک يو د سرو زرو منګے، او د هارون زرغونه شوې امسا، او د کاڼو تختۍ چې پرې حُکمونه ليکلے شوى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan