17 دا به همېشه دپاره زما او د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې يوه نښه وى، ځکه چې ما مالِک خُدائ په شپږ ورځو کښې آسمان او زمکه جوړ کړل او په اوومه ورځ ما کار بس کړو او څۀ مې ونۀ کړل.“
خُدائ پاک دا ټول څيزونه وکتل او هغه ډېر خوشحاله وو. شپه تېره شوه او سحر شو. دا شپږمه ورځ وه.
چې کله د سحر ستورو په يو ځائ سندرې وئيلې او ټولو فرښتو د خوشحالۍ نه چغې وهلې.
د مالِک خُدائ جلال دې تر ابده قائم وى، مالِک خُدائ دې په خپل کار خوشحاله وى.
په شپږو ورځو کښې ما يعنې مالِک خُدائ زمکه، آسمان، سمندر او په دې کښې چې هر څۀ هم دى جوړ کړل، خو په اوومه ورځ يې څۀ ونۀ کړل. نو دا ځکه ما مالِک خُدائ د سبت ورځې له برکت ورکړو او مقدسه مې کړه.
چې، ”بنى اِسرائيلو ته ووايه، تاسو د سبت، يعنې د آرام کولو ورځ منئ، دا به په راتلونکى ټولو وختونو کښې زما او ستاسو په مينځ کښې يوه نښه وى، چې تاسو ته پته ولګى چې ما مالِک خُدائ تاسو خپل خلق جوړ کړئ.
بنى اِسرائيل دې دا ورځ د لوظ د يوې نښې په توګه همېشه دپاره منى.
”کۀ تاسو د سبت ورځ يعنې زما په مقدسه ورځ کښې کاروبار نۀ کوئ، او دې ته د خوشحالۍ ورځ وايئ، دا د مالِک خُدائ مقدسه ورځ ګڼئ، د دې ادب کوئ او په دې ورځ خپل د روزانه کارونه نۀ کوئ او په خپلو فائدو پسې نۀ ګرځئ، او فالتُو خبرې نۀ کوئ،
هغوئ ته په برکت ورکولو سره ما ته خوشحالى ملاويږى، او زۀ به په وفادارۍ او پوره زړۀ سره هغوئ په دې مُلک کښې دوباره آباد کړم.
ما ورته د سبت ورځ هم ورکړه چې دا زمونږ دواړو په مينځ کښې د لوظ نښه وى، نو چې هغوئ په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ دوئ مقدس کړى دى.
زما د سبت ورځ مقدسه وساتئ، ځکه چې دا به زمونږ دواړو په مينځ کښې د لوظ نښه وى. نو تاسو به په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک ستاسو خُدائ پاک يم.
ځکه هغه څوک چې د خُدائ پاک په آرام کښې داخل شى، نو هغوئ به هم د خُدائ پاک په شان د خپلو کارونو نه په آرام شى.