12 بيا مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړو
په هغه وخت کښې ما وليدل چې په يهوداه کښې خلقو د سبت په ورځ د انګورو لنګرۍ استعمالوله. او نورو په خپلو خرونو باندې غله، مے، انګور، اينځر او نور څيزونه بار کول او يروشلم ته يې وړل، ما هغوئ له خبردارے ورکړو چې د سبت په ورځ دې هيڅ نۀ خرڅوى.
دا بلکل هم هغه کار دے چې خُدائ پاک پرې ستاسو پلار نيکۀ له سزا ورکړه چې کله هغۀ په ښار باندې تباهى راوسته. او تاسو نور زور هم کوئ چې د بنى اِسرائيلو په مُلک باندې د خُدائ پاک نور قهر هم نازل شى ځکه چې د سبت د ورځې سپکاوے کيږى.“
د سبت ورځ ياده لرئ او دا مقدسه ګڼئ.
د غوړولو تېل او د مقدس ځائ دپاره خوشبويۍ. دا څيزونه دې هم هغه شان جوړ کړى چې څنګه ما تا ته حُکم کړے دے.“
چې، ”بنى اِسرائيلو ته ووايه، تاسو د سبت، يعنې د آرام کولو ورځ منئ، دا به په راتلونکى ټولو وختونو کښې زما او ستاسو په مينځ کښې يوه نښه وى، چې تاسو ته پته ولګى چې ما مالِک خُدائ تاسو خپل خلق جوړ کړئ.
نو يهوديانو هغه روغ کړے شوى سړى ته ووئيل، ”دا د سبت ورځ ده. په شريعت کښې د سبت په ورځ تا ته د خپلې بسترې د وړلو اجازت نشته.“