11 د غوړولو تېل او د مقدس ځائ دپاره خوشبويۍ. دا څيزونه دې هم هغه شان جوړ کړى چې څنګه ما تا ته حُکم کړے دے.“
ګوره چې دا د هغې نقشې په مطابق جوړ کړې چې کومه ما درته په غرۀ باندې ښودلې ده.“
بيا مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړو
بضلىاېل، اهلياب او نورو ټولو ماهِرو کسانو له مالِک خُدائ مهارت او پوهه ورکړې ده چې هغوئ هغه هر څۀ د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق جوړ کړى چې په مقدسه خېمه کښې يې ضرورت وى.“
هغۀ د غوړولو مقدس تېل او سوچه خوشبوئى هم جوړه کړه، دا يې داسې مِلاو کړل لکه چې د عطرو والا دا کار کړے وى.