10 د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره د اِمامانو ښائسته لِباس چې کله هغوئ د اِمامانو په توګه خِدمت کوى نو دا دې استعمالوى،
او د اِمامانو ښائسته لِباس چې په مقدس ځائ کښې د خِدمت په وخت اغوستلے شى يعنې د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره مقدس لِباس چې د اِمامانو په توګه خِدمت کوى.“
بيا، موسىٰ د هارون زامن مخکښې راوستل او قميصونه يې ورواغوستل، د هغوئ د ملا نه يې پټۍ تاو کړې او ټوپۍ يې ورپه سر کړې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.