6 دا قربانګاه د هغې پړدې نه بهر کېږده کومه چې د لوظ صندوق مخې ته ځوړنده ده. دا هغه ځائ دے چې چرته به زۀ تا سره ملاقات کوم.
د هغۀ مشر زوئ عُمرام د هارون او موسىٰ پلار وو. هارون او د هغۀ اولاد د دې دپاره مخصوص کړے شوى وُو چې د همېشه دپاره د مقدسو څيزونو مشران وى، چې د مالِک خُدائ په عبادت کښې خوشبوئى سوزوى، د هغۀ خِدمت کوى او د مالِک خُدائ په نوم باندې د خلقو دپاره برکت غواړى.
داؤد سليمان ته د مالِک خُدائ د کور د ټولو عمارتُونو، د برنډو، د ګودام د کوټو او نورو ټولو کوټو او د زيات مقدس ځائ نقشه وښودله، چرته چې د ګناه دپاره کفاره ادا کيږى.
او د دې څۀ حِصه مېده مېده کړه، دا زما د حضور خېمې ته يوسه او دا د لوظ صندوق مخې ته کېږده، هلته به زۀ تا سره ملاقات وکړم. دا پوره مقدس وګڼئ.
بازوګان د کيکر د لرګى نه جوړ کړه او په دې باندې د سرو زرو پترى وخېژوه.
هر سحر وختى چې هارون کله د ډيوو تيارولو له راځى، هغه به په دې باندې خوشبويۍ سوزوى.
پړدې ته مخامخ، هغۀ په خېمه کښې د سرو زرو قربانګاه کېښوده،
په دې کښې د لوظ صندوق کېږده په کوم کښې چې لس حُکمونه دى او د دې په مخکښې پړده ولګوه.
د لوظ صندوق په مخکښې د سرو زرو قربانګاه کېږده کومه چې د سوزېدونکې خوشبويۍ دپاره ده او د خېمې په دروازه باندې پړده ځوړنده کړه.
هغه به هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې خوشبوئى په اور باندې واچوى او د خوشبويۍ لوګے به د لوظ صندوق د کفارې تخت پټ کړى نو هغه به دا ونۀ ګورى او مړ به نۀ شى.
دا امساګانې زما د حضور خېمې ته يوسه او د لوظ صندوق په مخکښې يې کېږده، چرته چې زۀ تا سره مِلاوېږم.
هغه وخت د خُدائ د کور پړده د سر نه تر بېخه پورې په مينځ دوه شوه. او زلزله راغله، ګټان وچاودل،
نو راځئ چې مونږ د خُدائ پاک د فضل تخت ته ځان په اعتماد سره ورنزدې کړُو نو چې په مونږ رحم وشى او هغه فضل حاصل کړُو چې د حاجت په وخت زمونږ مدد وکړى.