4 د وړلو دپاره دوه د سرو زرو ګول کَړۍ ورله جوړې کړه او لاندې يې دواړو طرفونو ته د غاړې سره وتړه چې هغه بازوګان ونيسى چې د کومو په ذريعه دا وړلے شى.
د وړلو دپاره ورله د سرو زرو څلور ګول کَړۍ جوړې کړه او دا ورله په څلورو پښو پورې ولګوه، چې دوه کَړۍ يو خوا وى او دوه بل خوا وى.
او دا بازوګان د صندوق د وړولو دپاره په کړو کښې دواړو طرفونو ته وردننه کړه.
دا کَړۍ به د ژۍ سره نزدې ولګولے شى چې هغه بازوګان ونيسى چې د کومو په ذريعه دا مېز وړلے شى.
په چوکاټونو د سرو زرو پترى وخېژوه او د سرو زرو کَړۍ ورله جوړې کړه چې لاړى ونيسى، په لاړو به هم د سرو زرو پترى خېژولے شى.
او تۀ د زېړو يوه جالۍ هم جوړه کړه او د هغې په ګوټونو باندې د وړلو دپاره څلور د زېړو کَړۍ ولګوه.
نو د قربانګاه دواړو طرفونو ته چې کومې کَړۍ دى په هغې کښې بازوګان ولګوه.
د هغې په چت، څلورو واړو طرفونو او د هغې د ښکرونو په شان څيزونو باندې د سوچه سرو زرو پترى وخېژوه او ګېرچاپېره ترې نه د سرو زرو غاړه شان تاو کړه.
بازوګان د کيکر د لرګى نه جوړ کړه او په دې باندې د سرو زرو پترى وخېژوه.