37 د خپلو ځانونو دپاره داسې خوشبوئى مۀ جوړَوئ چې دا څيزونه په کښې په دې طريقه استعمال شوى وى. دا يو مقدس څيز او دا مالِک خُدائ ته وقف وګڼئ.
هره ورځ تر اووۀ ورځو پورې تۀ کفاره ادا کوه. نو قربانګاه به بېخى مقدسه شى او هر څوک يا هر څيز چې د هغې سره ولګى نو هغه به هم مقدس شى.
کۀ څوک داسې يو څيز هم جوړ کړى او د عطرو په توګه يې استعمال کړى نو هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.“
د غلې د نذرانې نه پاتې شوې برخه به د اِمامانو وى، دا به ډېره مقدسه ګڼلے شى، ځکه چې دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې نه اخستے شوې ده.