36 او د دې څۀ حِصه مېده مېده کړه، دا زما د حضور خېمې ته يوسه او دا د لوظ صندوق مخې ته کېږده، هلته به زۀ تا سره ملاقات وکړم. دا پوره مقدس وګڼئ.
چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو، هارون هغه د لوظ صندوق کښې د کاڼى تختو ته مخامخ کېښودو، چې بچ وساتلے شى.
زۀ به تا سره هلته ملاقات وکړم او د دې دوو وزرو والا مخلوق په مينځ کښې چې د کفارې صندوق د سر دپاسه دى زۀ به تا له د اِسرائيلو دپاره خپل حُکمونه درکړم.
هارون او د هغۀ زامن دې هغه ډيوه زما د حضور په خېمه کښې د پړدې نه بهر ولګوى چې د لوظ صندوق ته مخامخ ده. دا به هلته زما په حضور کښې د ماښام نه واخله تر سحره پورې بليږى. بنى اِسرائيل او د هغوئ اولاد به همېشه دپاره دا حُکم منى.
د دې نه عطر جوړ کړه، دا داسې مِلاو کړه لکه چې يو د عطرو والا دا کار کړے وى. مالګه په کښې مِلاو کړه چې سوچه او مقدس وى.
دا قربانګاه د هغې پړدې نه بهر کېږده کومه چې د لوظ صندوق مخې ته ځوړنده ده. دا هغه ځائ دے چې چرته به زۀ تا سره ملاقات کوم.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”خپل ورور هارون ته ووايه چې هغه به صِرف په مناسب وخت د پړدې شا ته زيات مقدس ځائ ته ننوځى، ځکه چې زۀ به هلته په وريځ کښې د لوظ صندوق د کفارې تخت دپاسه راښکاره کېږم. کۀ هغۀ نافرمانى وکړه، نو هغه به ووژلے شى.