31 بنى اِسرائيلو ته ووايه چې دا مقدس تېل به په راتلونکى ټولو وختونو کښې زما په خِدمت کښې استعماليږى.
ما خپل خِدمتګار داؤد پېدا کړو. ما هغه په خپلو پاکو تېلو سره غوړ کړو.
څۀ وينه واخله چې کومه په قربانګاه باندې پرته وى او څۀ د غوړولو تېل واخله او دا د هارون او د هغۀ په جامو او د هغۀ زامنو او د هغوئ په جامو باندې وشينده. نو هغه، د هغۀ زامن او د هغوئ جامې به ما ته وقف شى.
بيا د هارون او د هغۀ د زامنو سرونه په تېلو غوړ کړه او زما په خِدمت کښې يې د اِمامانو په توګه مقرر کړه.
دا به د يو عام سړى په بدن باندې نۀ شى تويَولے او تاسو به د دې په شان خوشبويۍ نۀ جوړَوئ. دا مقدس دى او تاسو به خامخا دا مقدس ګڼئ.
هغۀ د غوړولو مقدس تېل او سوچه خوشبوئى هم جوړه کړه، دا يې داسې مِلاو کړل لکه چې د عطرو والا دا کار کړے وى.
د مشر اِمام په سر باندې د غوړولو تېل اچولے شوى دى او هغه پاک شوے دے چې د اِمامانو لِباس واغوندى، نو هغه به خپل وېښتۀ ببر نۀ پرېږدى نۀ به شلېدلې جامې اغوندى چې دا ښکاره کړى چې هغه غم ژړا کوى.
موسىٰ د هارون په سر باندې د غوړولو دپاره څۀ تېل واچول او سر يې ورله غوړ کړو چې وقف شى.