30 بيا د هارون او د هغۀ د زامنو سرونه په تېلو غوړ کړه او زما په خِدمت کښې يې د اِمامانو په توګه مقرر کړه.
دا د هغه قيمتى تېلو په شان چې په سر باندې لګولے شوى وى، او د هارون په ږيره بهېدلى وى، او د هغۀ د چُوغې په غاړه راروان وى.
ټول ماهِر خلق راوغواړه کومو له چې ما مهارت ورکړے دے او هغوئ ته ووايه چې د هارون جامې جوړې کړى، نو چې هغه د يو اِمام په توګه زما خِدمت ته وقف شى.
دا جامې خپل ورور هارون او د هغۀ زامنو ته ورواغونده. بيا هغوئ مقرر کړه او هغوئ ما ته وقف کولو دپاره د زيتُونو په تېلو غوړ کړه، نو داسې به هغوئ د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى.
په دې طريقه دا څيزونه وقف کړه او دا به بېخى مقدس شى او هر څوک يا هر څيز چې د دې سره ولګى نو هغه به هم مقدس شى.
بنى اِسرائيلو ته ووايه چې دا مقدس تېل به په راتلونکى ټولو وختونو کښې زما په خِدمت کښې استعماليږى.
بيا د هغوئ سر په تېلو غوړ کړه، هم هغه شان چې څنګه دې د هغوئ د پلار سر غوړ کړے وو، نو چې د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى. دا غوړول به هغوئ د راتلونکى ټولو وختونو دپاره اِمامان جوړ کړى.“
بيا موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ مطلب دا وو کله چې هغۀ وفرمائيل، هر څوک چې زما خِدمت کوى هغوئ دې خامخا زما د پاکوالى عزت کوى، زۀ به خپلو خلقو ته خپل جلال څرګند کړم.“ خو هارون غلے پاتې شو.
موسىٰ د هارون په سر باندې د غوړولو دپاره څۀ تېل واچول او سر يې ورله غوړ کړو چې وقف شى.
موسىٰ د سر غوړولو څۀ تېل او څۀ وينه د قربانګاه نه واخستله او په هارون او د هغۀ په زامنو او د هغوئ په جامو يې وشيندله. داسې هغۀ هغوئ او د هغوئ جامې مالِک خُدائ ته مخصوصې کړې.
د هغوئ سرونه غوړ کړے شول او د اِمامانو په توګه مقرر کړے شول،