3 د هغې په چت، څلورو واړو طرفونو او د هغې د ښکرونو په شان څيزونو باندې د سوچه سرو زرو پترى وخېژوه او ګېرچاپېره ترې نه د سرو زرو غاړه شان تاو کړه.
دنننۍ کوټه لس ګزه اوږده، لس ګزه پلنه او لس ګزه اوچته وه، چې ټوله په سوچه سرو زرو پټه وه. قربانګاه د دِيار په تختو باندې پټه وه.
د هغه کور ټوله دنننۍ حِصه په سرو زرو پټه وه او په زيات مقدس ځائ کښې قربانګاه هم په سرو زور پټه وه.
سليمان د مالِک خُدائ د کور دپاره د سرو زرو دا سامان هم جوړ کړو، قربانګاه، خُدائ پاک ته د پېش کړے شوې روټۍ مېز،
دننه او بهر ورباندې د سوچه سرو زرو پترے وخېژوه او د دې د سر نه ګېرچاپېره د سرو زرو غاړه تاو کړه.
په دې د سوچه سرو زرو پترے وخېژوه او د دې نه ګېرچاپېره د سرو زرو غاړه تاو کړه.
دا به څلورګوټه وى، چې اتلس اِنچۍ اوږده، اتلس اِنچۍ پلنه او يو ګز اوچته وى. د ښکرو په شان څلور ګوټونه ورله جوړ کړه چې ورسره يو ځائ شى.
د وړلو دپاره دوه د سرو زرو ګول کَړۍ ورله جوړې کړه او لاندې يې دواړو طرفونو ته د غاړې سره وتړه چې هغه بازوګان ونيسى چې د کومو په ذريعه دا وړلے شى.
بيا يوه بله فرښته د سرو زرو مجمر په لاس راغله او د قربانګاه سره ودرېده او هغې ته ډېره زياته خوشبوئى ورکړے شوه چې د تخت د وړاندې د سرو زرو په قربانګاه يې د ټولو مقدسينو د دُعا سره پېش کړى.