25 او د غوړولو مقدس تېل ترې نه جوړ کړه، داسې يې مِلاو کړه لکه چې د عطرو والا دا کار کړے وى.
صدوق د زيتُونو هغه تېل واخستل چې کوم يې د مالِک خُدائ د حضور د خېمې نه راوړى وُو او د سليمان سر يې په تېلو غوړ کړو. هغوئ بيګل وغږولو او ټولو خلقو چغه کړه، ”سليمان بادشاه زندهباد.“
خو د مصالحو د ګډولو ذمه وارى د اِمامانو وه.
دا د هغه قيمتى تېلو په شان چې په سر باندې لګولے شوى وى، او د هارون په ږيره بهېدلى وى، او د هغۀ د چُوغې په غاړه راروان وى.
ما خپل خِدمتګار داؤد پېدا کړو. ما هغه په خپلو پاکو تېلو سره غوړ کړو.
دا جامې خپل ورور هارون او د هغۀ زامنو ته ورواغونده. بيا هغوئ مقرر کړه او هغوئ ما ته وقف کولو دپاره د زيتُونو په تېلو غوړ کړه، نو داسې به هغوئ د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى.
څۀ وينه واخله چې کومه په قربانګاه باندې پرته وى او څۀ د غوړولو تېل واخله او دا د هارون او د هغۀ په جامو او د هغۀ زامنو او د هغوئ په جامو باندې وشينده. نو هغه، د هغۀ زامن او د هغوئ جامې به ما ته وقف شى.
بيا د زيتُونو تېل واخله او د مقررولو د نښې په طور د هغۀ سر مسح کړه.
او شپږ کلو د سناد د پاڼو مصالحه، دا ټول به د منلے شوى معيار په مطابق تَللے شوى وى. څلور ليټره د زيتُونو تېل هم ورسره مِلاو کړه،
دا به د يو عام سړى په بدن باندې نۀ شى تويَولے او تاسو به د دې په شان خوشبويۍ نۀ جوړَوئ. دا مقدس دى او تاسو به خامخا دا مقدس ګڼئ.
د دې نه عطر جوړ کړه، دا داسې مِلاو کړه لکه چې يو د عطرو والا دا کار کړے وى. مالګه په کښې مِلاو کړه چې سوچه او مقدس وى.
د خوشبويۍ سوزولو دپاره قربانګاه او د دې بازوګان، د غوړولو تېل، د خوشبويۍ مصالحه، خېمې ته د ننوتلو دروازې دپاره پړده،
هغۀ د غوړولو مقدس تېل او سوچه خوشبوئى هم جوړه کړه، دا يې داسې مِلاو کړل لکه چې د عطرو والا دا کار کړے وى.
بيا د زيتُونو په تېلو باندې غوړولو سره خېمه او د دې ټول سامان وقف کړه او داسې به دا مقدس شى.
څنګه چې مړۀ مچان خوشبودار عطر خرابوى نو داسې لږ شان کم عقلتوب ډېر حِکمت او عزت خرابولے شى.
بيا موسىٰ د غوړولو تېل واخستل او د مالِک خُدائ د حضور په مقدسه خېمه او چې په هغې کښې څۀ هم وُو په هغې باندې يې ولګول، نو هغۀ دا هر څۀ مالِک خُدائ ته مخصوص کړل.
”هارون او د هغۀ زامن او د اِمامانو لِباس، د غوړولو تېل، د ګناه نذرانې دپاره سخے، دوه ګډان او د پتيرې روټۍ ټوکرۍ راوړه.
جرګه به د مړى د خپلوان نه هغه کس بچ کوى چې په غلطۍ سره د قتل مجرم وى او هغوئ به هغه واپس د پناه ښار ته بوځى کوم ته چې تښتېدلے وى. هغه به هلته تر هغې پورې ايساريږى چې مشر اِمام مړ نۀ وى.
تا د صداقت سره مينه او د شرارت نه نفرت وکړو، په دې وجه خُدائ پاک، يعنې ستاسو خُدائ پاک، تۀ د خوشحالۍ په تېلو د خپلو ملګرو په نسبت زيات مسح کړې.“