2 دا به څلورګوټه وى، چې اتلس اِنچۍ اوږده، اتلس اِنچۍ پلنه او يو ګز اوچته وى. د ښکرو په شان څلور ګوټونه ورله جوړ کړه چې ورسره يو ځائ شى.
د دې دپاره د څلورو ګوټونو دپاسه د ښکرو په شان څيزونه جوړ کړه چې د قربانګاه سره يو ځائ شى او په دې هر څۀ باندې به د زېړو پترى وخېژولے شى.
د خپلې ګوتې سره د سخى څۀ وينه واخله او د قربانګاه د څلورو ښکرونو په شان څيزونو پورې يې وسُولوه. بيا هغه پاتې وينه د قربانګاه په بېخ کښې توئ کړه.
د خوشبويۍ سوزولو دپاره، د کيکر د لرګى نه يوه قربانګاه جوړه کړه.
د هغې په چت، څلورو واړو طرفونو او د هغې د ښکرونو په شان څيزونو باندې د سوچه سرو زرو پترى وخېژوه او ګېرچاپېره ترې نه د سرو زرو غاړه شان تاو کړه.
بيا هغه شپږمې فرښتې خپل بيګل وغږولو او ما يو آواز واورېدو چې د خُدائ پاک په وړاندې ولاړ د سرو زرو د قربانګاه د څلورو ښکرونو د مينځ نه راووتو.