Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 30:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 ”د وينځلو دپاره د زېړو يو ښانک جوړ کړه چې بېخ يې هم د زېړو وى. دا د خېمې او د قربان‌ګاه په مينځ کښې کېږده او په هغې کښې اوبۀ واچوه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 30:18
15 Iomraidhean Croise  

بيا حيرام د زېړو يوه ګول ډيګۍ جوړه کړه چې تقريباً درې ګزه ډُوبه وه، مينځ يې پينځۀ ګزه وو او ګېرچاپېره غټ والے يې پينځلس ګزه وو.


حيرام د لسو ګاډو دپاره يو يو ښانک جوړ کړو. چې د هر يو مينځ تقريباً دوه ګزه وو او اتۀ سوه ليټره اوبۀ په کښې راتلې.


هغۀ د زېړو يوه ګول ډيګۍ هم جوړه کړه چې تقريباً درې ګزه ډُوبه وه، مينځ يې پينځۀ ګزه وو او پينځلس ګزه غټه وه.


هغوئ لس ښانکونه هم جوړ کړل، چې پينځۀ د خُدائ پاک د کور په جنوبى طرف باندې او پينځۀ په شمالى طرف باندې کېښودلے شول. دا د ځناورو د برخو په کنګالولو کښې استعمالېدل کوم چې د نذرانې په توګه سوزولے کېدل. په غټه ډيګۍ کښې اوبو د اِمامانو دپاره وې چې د وينځلو دپاره يې استعمالولې.


او مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،


د سوزېدونکې نذرانې قربان‌ګاه او د هغې ټول سامان، د وينځلو ښانک او د هغې بېخ،


بضلى‌اېل ښانک او د دې بېخ د زېړو نه جوړ کړل. د دې زېړ د هغې ښځو د ائينو نه مِلاو شوى وُو کومو چې د مالِک خُدائ د حضور خېمې په دروازه کښې خِدمت کولو.


د خېمې او قربان‌ګاه په مينځ کښې د وينځلو ښانک کېږده او اوبۀ په کښې واچوه.


کله چې تۀ د خُدائ پاک کور ته ځې نو چې څۀ کوې هغه ډېر خيال سره کوه. د اورېدلو دپاره د خُدائ پاک حضور ته تلل بهتر دى د کم عقلانو په شان د قربانو پېش کولو نه، خُدائ پاک ته بې‌سوچه نذرانې پېش کول بدعملى ده.


هغۀ څۀ تېل اووۀ ځله په قربان‌ګاه، د دې په سامان او د وينځلو په ښانک او د دې په بېخ باندې وشيندل، د دې دپاره چې دا مالِک خُدائ ته وقف کړى.


”په هغه ورځ به چينه د داؤد د خاندان او د يروشلم اوسېدونکو دپاره کولاو شى چې دوئ د ګناه او ناپاکۍ نه پاک کړى.


نو هغۀ مونږ له خلاصون راکړو، خو د صداقت د کارونو په سبب نۀ، کوم چې مونږ په خپله کړى وُو، بلکې د خپل رحم په وسيله يې ووينځلُو او د روحُ القُدس په وسيله يې نوے ژوند راکړو.


خو کۀ مونږ په نُور کښې ژوند کوُو لکه څنګه چې هغه په خپله په نُور کښې دے نو بيا مونږ په خپلو کښې شراکت ساتو، او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan