16 د بنى اِسرائيلو نه د کفارې دا پېسې راټولوه او زما د حضور په خېمه يې خرچ کوه. دا محصُول به د هغوئ د ژوند قيمت وى او زۀ، مالِک خُدائ به هغوئ ياد ساتم او د هغوئ حِفاظت به کوم.“
نو هغۀ د هغوئ مشر يهويدع راوغوښتلو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تاسو دې ته پام ولې نۀ کولو چې ليويانو د يهوداه او يروشلم نه هغه محصُول راغونډولو کوم چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ د خلقو نه دا غوښتل چې دا محصُول د مالِک خُدائ د حضور د خېمې دپاره ورکړى؟“
تاسو په دې ورځ خامخا اختر کوئ چې تاسو ته هغه څۀ درياديږى چې ما مالِک خُدائ څۀ کړى دى. دغه اختر په راتلونکى وختونو کښې همېشه دپاره کوئ.“
چې کله هغوئ مالِک خُدائ ته د خپل ژوند قيمت ادا کوى نو مالدار او غريب به يو برابر ورکوى.
او مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
دا د بنى اِسرائيلو دپاره يو خبردارے وو چې څوک د هارون اولاد نۀ وى نو بل غېر سړے به قربانګاه ته نزدې نۀ راځى د دې دپاره چې مالِک خُدائ ته خوشبوئى وسوزوى. ګنې هغه به د قورح او د هغۀ د سړو په شان تباه شى. دا هر څۀ هم هغه شان وشول چې څنګه مالِک خُدائ اِلىعزر له د موسىٰ په ذريعه حُکم ورکړے وو.
نو موسىٰ او اِلىعزر اِمام هغه سرۀ زر خېمې ته يوړل، چې د بنى اِسرائيلو د يادګيرنې دپاره د مالِک خُدائ په حضور کښې پراتۀ وى.
بيا هغۀ روټۍ راواخسته، شُکر يې پرې وکړو او ماته يې کړه او هغوئ له يې ورکړه او وې فرمائيل، ”دا زما بدن دے چې ستاسو دپاره ورکړے کيږى. زما په ياد کښې دغه شان کوئ.“