Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 30:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 په کال کښې يو ځل به هارون د قربان‌ګاه د کفارې رسم ادا کوى، چې کله د ګناه دپاره د قربان شوى ځناور وينه د قربان‌ګاه د ښکرو په شان څيزونو باندې تويَولے شى نو دا پاکيږى. په راتلونکى ټولو وختونو کښې به دا د کفارې رسم هر کال ادا کيږى. دا قربان‌ګاه به پوره مقدسه وى، ځکه چې دا ما مالِک خُدائ ته وقف ده.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 30:10
18 Iomraidhean Croise  

ادونياه چې د سليمان نه سخت په يره کښې وو، هغه د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته تېز لاړو او د خپل ژوند بچ کولو دپاره د قربان‌ګاه ښکر يې ونيول.


خو هارون او د هغۀ اولاد د خوشبويۍ نذرانې پېش کولې او هغه قربانۍ يې پېش کولې چې په قربان‌ګاه باندې سوزولے شوې. هغوئ په زيات مقدس ځائ کښې د ټول عبادت او د بنى اِسرائيلو د کفارې ادا کولو ذمه وار وُو. هغوئ دا هر څۀ د هغه اصُولو په مطابق کول کوم چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى موسىٰ ورته ښودلى وُو.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،


په دې قربان‌ګاه باندې حرامه خوشبوئى مۀ پېش کوئ او د يو ځناور نذرانه، يا د غلې نذرانه مۀ پېش کوئ او يا د څښلو څۀ نذرانه هم په دې مۀ تويَوئ.


نو په دې کولو سره به هغه د زيات مقدس ځائ د پاکوالى کفاره ادا کړى چې د بنى اِسرائيلو د ناپاکۍ او د ټولو ګناهونو نه پاک شى. هغه به د مقدسې خېمې دپاره خامخا داسې وکړى، ځکه چې هغه د کېمپ په مينځ کښې ولاړه ده، کوم ځائ چې ناپاک دے.


بيا به هغه خامخا د سوزېدونکې نذرانو دپاره بهر قربان‌ګاه ته لاړ شى او پاکه به يې کړى. هغه به لږه د غوَيى وينه او لږه د چېلى وينه واخلى او د قربان‌ګاه په ټولو ښکرونو پورې دې ولګوى.


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”خپل ورور هارون ته ووايه چې هغه به صِرف په مناسب وخت د پړدې شا ته زيات مقدس ځائ ته ننوځى، ځکه چې زۀ به هلته په وريځ کښې د لوظ صندوق د کفارې تخت دپاسه راښکاره کېږم. کۀ هغۀ نافرمانى وکړه، نو هغه به ووژلے شى.


”د دې اوومې مياشتې لسمه ورځ د کفارې ده، دا به ستاسو دپاره يوه مقدسه اجتماع وى. تاسو به روژه نيسئ او مالِک خُدائ ته په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کوئ.


هغه به لږه وينه د خوشبويۍ د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې ولګوى چې دا د مالِک خُدائ په حضور کښې دننه په خېمه کښې ده او پاتې شوې وينه دې د سوزېدونکې نذرانې د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى، کومه چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ده.


بيا به هغه لږه وينه په خېمه کښې د خوشبويۍ د قربان‌ګاه په ښکرو باندې ولګوى. هغه به پاتې شوې وينه د سوزېدونکې نذرانو قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى، کومه چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ده.


هغه د خُدائ د جلال مظهر او هغه د خُدائ د ذات تصوير دے او هغه ټول کائنات په خپل زورَور کلام سمبالوى. کله چې هغۀ زمونږ ګناهونه پاک کړل نو په آسمان کښې د قادر مطلق خُدائ ښى لاس ته کښېناستو.


هغه آسمان ته د خپل ځان د بار بار قربانۍ پېش کولو دپاره داخل نۀ شو څنګه چې مشر اِمام په زمکه باندې کال په کال هغه زيات مقدس ځائ ته د ځناورو د وينى سره ورننوځى.


خو دوېمې ته صرف مشر اِمام په ټول کال کښې يو ځل ورتلو، او بغېر د هغه وينې نه نۀ ورتلو چې هغۀ د ځان دپاره او د اُمت د ناپوهۍ د ګناهونو دپاره پېش کوله.


بيا هغه شپږمې فرښتې خپل بيګل وغږولو او ما يو آواز واورېدو چې د خُدائ پاک په وړاندې ولاړ د سرو زرو د قربان‌ګاه د څلورو ښکرونو د مينځ نه راووتو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan