Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 3:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 نو زۀ لاندې راغلے يم چې هغوئ د مِصريانو نه خلاص کړم او چې هغوئ د مِصر نه بهر يو ښۀ، کولاو او زرخېز مُلک ته بوځم، چرته چې اوس کنعانيان، حِتيان، اموريان، فرزيان، حِويان او يبوسيان اوسيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 3:8
54 Iomraidhean Croise  

بيا مالِک خُدائ د ښار او هغه برج کتلو له راکوز شو چې بنيادمو جوړ کړے وو،


راځئ چې لاندې ورشُو او د دوئ ژبې ګډې وډې کړُو نو د يو بل په خبرو به نۀ پوهيږى.“


مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ دا خبره ياده ساته چې ستا اولاد به په پردى مُلک کښې مسافر شى، دوئ به هلته نوکران شى او څلور سوه کاله به پرې ظلم کيږى،


خو زۀ به هغه قوم له سزا ورکړم چې څوک دوئ غلامان کوى او چې کله هغه پردے مُلک پرېږدى، نو دوئ به ډېر مال دولت د ځان سره يوسى.


زۀ به لاندې خامخا ځم چې دا پته ولګوم چې کوم اِلزامونه ما اورېدلى دى چې هغه رښتيا دى او کۀ نه.“


خپل پلار هغوئ ته وفرمائيل، ”کۀ هم دغه شان کيږى، نو د دې مُلک د ټولو نه ښۀ څيزونه په خپلو بوجو کښې کېږدئ او هغه مشر له يې په تُحفه کښې يوسئ، لږ عطر، شات، خوشبودارې مصالحې، پسته او بادام.


زۀ تا سره مِصر ته تلو کښې مل يم او زۀ به ستا اولاد واپس دې مُلک ته راولم. چې تۀ وفات شې نو يوسف به تا کفن دفن کړى.“


هغۀ خپلو وروڼو ته وفرمائيل، ”زۀ مرګِ حال يم، خو خُدائ پاک به په رښتيا سره ستاسو خيال وساتى او د دې مُلک نه به مو هغه مُلک ته بوځى د کوم چې هغۀ د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب سره پخه وعده کړې وه.“


حِوى، عرقى، سينى،


تا ته پته ولګېده چې هغه ستا وفادار دے، نو تا د هغۀ سره يو لوظ وکړو. دا لوظ چې د کنعانيانو مُلک به ورکوې، د حِتيانو او اموريانو مُلک، د فرزيانو، يبوسيانو او جرجاسيانو مُلک، چې هغه به داسې يو مُلک وى چې د هغۀ اولاد په کښې اوسيږى. تا خپله وعده ځکه پوره کړه چې تۀ وفادار يې.


فرمائى مالِک خُدائ، ”زياتے مې وليدلو چې وشو په حاجتمندانو فرياد او زبيرګى ما واورېدل چې وکړل غريبانانو، نو زۀ به ورشم چې هغوئ بچ کړم، څنګه چې هغوئ زما د مدد لرى ارمان.“


د مالِک خُدائ وعدې دى پاکې، لکه سپين زر چې صفا شى اووۀ ځله په بټۍ کښې.


د مالِک خُدائ ښۀ والے وآزمايئ او وګورئ چې هغه څومره ښۀ دے. څوک چې د هغۀ نه پناه غواړى هغه بختور دے،


هغه به له ما نه سوال وکړى او زۀ به هغه قبول کړم. په سخته کښې به زۀ د هغۀ سره يم زۀ به هغه بچ کړم، او عزت به هغۀ ته ورکړم.


هم په هغه ورځ څلور سوه دېرش کاله پوره شول، چې د مالِک خُدائ د خلقو ټولې قبيلې د مِصر نه ووتلې.


هم په هغه ورځ مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو قبيلې د مِصر د مُلک نه راوويستلې.


مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ سره پوخ لوظ کړے دے چې تاسو له به د کنعانيانو، حِتيانو، اموريانو، حِويانو او د يبوسيانو مُلک درکوى. چې کله تاسو هغه زرخېز مُلک ته بوځى، نو د کال په وړومبۍ مياشت کښې دا اختر کوئ.


ما دا فېصله کړې ده چې زۀ به دوئ د مِصر نه بهر بوځم چې په کوم ځائ کښې په دوئ ظلم کيږى او زۀ به دوئ هغه زرخېز مُلک ته بوځم، چې هغه د کنعانيانو، حِتيانو، اموريانو، فرزيانو، حِويانو او د يبوسيانو مُلک دے.


نن چې زۀ تاسو له کوم قانون درکوم هغه ومنئ. چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو زۀ به اموريان، کنعانيان، حِويان، فرزيان، حِتيان او يبوسيان ستاسو د مخې نه لرې کړم.


ما چې کله هم د فِرعون سره ستا په نوم خبرې کړې دى، نو هغۀ د دوئ سره بد سلوک کړے دے. او تا د خپلو خلقو مدد نۀ دے کړے.“


بيا به زۀ راشم او تاسو به يو داسې مُلک ته بوځم لکه چې ستاسو د مُلک په شان به وى، هلته به غله، مے، روټۍ او د انګورو باغونه وى.


اے، چې تۀ آسمان وشلوې او راکوز شې، نو غرونه به تا وګورى او ستا په وړاندې به په ريږدېدو شى.


نو زۀ به بيا خپل هغه لوظ پوره کړم کوم چې ما ستاسو د پلار نيکۀ سره کړے وو چې زۀ به هغوئ له هغه زمکه ورکړم چې په کښې د شهد او پئ ډېر تېر دى او په کوم کښې چې تاسو نن اوسېږئ.“ نو بيا ما جواب ورکړو چې، ”آمين، مالِکه خُدايه.“


ما تاسو د باغونو نه ډک او زرخيزه مُلک ته راوستلئ چې د دې د مېوو او د نورو ښو څيزونو نه خوند واخلئ. خو کله چې تاسو په هغه مُلک کښې ورداخل شوئ نو هغه تاسو په ګناه سره پليت کړو او په دې وجه مو زما ميراثى مُلک قابل نفرت وګرځولو.


تا هغوئ ته هغه زرخيزه زمکه ورکړه د کومې دې چې د هغوئ د پلار نيکۀ سره وړاندې وعده کړې وه.


په هغه ورځ ما هغوئ سره قسم وکړو چې زۀ به هغوئ د مِصر نه هغې زمکې ته راولم کومه چې ما هغوئ دپاره خوښه کړې ده، هغه زرخيزه مُلک ته کوم چې د ټولو مُلکونو نه ډېر ښکلے دے.


خو ما ستاسو سره وعده کړې ده چې هغه مُلک ستاسو خپل شى چې زرخېز او آباد وى او هغه به زۀ تاسو له درکړم. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او ما تاسو د نورو قومونو نه جدا کړى يئ.


هم ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ، او څلوېښت کاله مې په صحرا کښې ستاسو لارښودنه وکړه چې تاسو د اموريانو زمکه قبضه کړئ.


وې ګورئ چې هغه څۀ رنګه مُلک دے، چې کوم خلق په کښې اوسيږى، هغوئ تکړه دى او کۀ کمزورى دى، لږ دى او کۀ ډېر دى.


وې ګورئ چې هغه زمکه ښۀ ده او کۀ ښۀ نۀ ده او چې هغه خلق په خېمو کښې اوسيږى يا په داسې ښارونو کښې اوسيږى چې دېوالونه ترې نه تاو وى.


هغوئ موسىٰ ته ووئيل، ”مونږ هغه مُلک وکتلو چې زرخېز او آباد وو او دا يې لږه شان مېوه ده.


هيڅوک هم چرې آسمان ته نۀ دے ختلے بې د هغۀ نه څوک چې د آسمان نه راکوز شو، يعنې اِبن آدم.


ځکه چې زۀ د آسمان نه د خپلې رضا پوره کولو دپاره نۀ يم راکوز شوے بلکې د هغۀ د رضا پوره کولو دپاره چا چې زۀ رالېږلے يم.


هغوئ چې هلته کومه مېوه وموندله نو لږه يې ترې نه راوړه او هغوئ وفرمائيل چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک چې کوم مُلک مونږ له راکوى هغه ډېر آباد دے.


خېمې اوچتې کړئ او په سفر روان شئ. د اموريانو د غرونو مُلک او ټولو ګېرچاپېره علاقو ته لاړ شئ چې د اُردن مېدان، د غرونو مُلک او لاندې علاقې، د صحرا علاقه او د مديترانى د سمندر غاړه په کښې ده. د کنعان مُلک ته او د لبنان غرونو نه اخوا د فرات لوئ سيند پورې لاړ شئ.


او په هغې باندې دا ټول قانون او خبرې وليکئ. کله چې تاسو هغه مُلک ته ورننوځئ چې پئ او شات په کښې ډېر تېر وى، چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک ستاسو سره د هغې وعده کړې ده،


مالِک خُدائ به تاسو له په هغه مُلک کښې ډېر اولاد، ډېر څاروى، او ډېر فصلونه درکړى د کوم چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره تاسو له د درکولو وعده کړې ده.


اے بنى اِسرائيلو، غوږ شئ. او په دې حُکمونو باندې عمل کوئ نو ستاسو هر کار به سم وى او په هغه مُلک کښې به مو ډېر اولاد پېدا شى چې زرخيزه او آباد دے، لکه څنګه چې مالِک خُدائ، ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک، تاسو سره وعده کړې ده.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو هغه مُلک ته وردننه کړى چې د کوم قبضه کولو له ورروان يئ او هغه به د دې نه ډېر قومونه وشړى. کله چې تاسو مخ په وړاندې ځئ، نو هغه به اووۀ قومونه وشړى کوم چې ستاسو نه لوئ او طاقتور دى. هغوئ حِتيان، جرجاسيان، اموريان، کنعانيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان دى.


چې څۀ شوى وُو نو د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته ټول بادشاهان د هغې نه خبر شول. دا د حِتيانو، اموريانو، کنعانيانو، فرزيانو، حِويانو او يبوسيانو بادشاهان وُو، څوک چې د غرونو په مُلک کښې او د نمرپرېواتۀ په طرف د غرونو په لمنو کښې او د مديترانى د سمندر غاړې سره د شمال په طرف د لبنان غرونو پورې اوسېدل.


خو بنى اِسرائيلو ووئيل، ”مونږ تاسو سره څنګه معاهده وکړُو؟ کېدے شى چې تاسو د نزدې ځائ اوسېدونکى يئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan