5 خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”نور نزدې مۀ راځه. پېزار وباسه، ځکه چې تۀ په پاکه زمکه ولاړ يې.
د غرۀ نه ګېرچاپېره حدونه مقرر کړه چې خلق به ترې نه نۀ راوړى او هغوئ ته ووايه چې نۀ غرۀ ته راوخېژى او نۀ يې لمنې ته ورنزدې شى. خو کۀ څوک غرۀ ته ورشى، نو هغه به خامخا ووژلے شى،
او مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ښکته لاړ شه او خلقو له خبردارے ورکړه چې زما کتلو دپاره د حدونو نه راوا نۀ وړى، خو کۀ چرې راوختل، نو ډېر کسان به د هغوئ نه مړۀ شى.
بيا موسىٰ هارون ته هغه هر څۀ وفرمائيل څۀ چې مالِک خُدائ د فرمائيلو دپاره لېږلے وو، هغۀ د هغه معجزو په حقله هم هغۀ ته وفرمائيل د کومو چې مالِک خُدائ د کولو حُکم ورکړے وو.
کله چې تۀ د خُدائ پاک کور ته ځې نو چې څۀ کوې هغه ډېر خيال سره کوه. د اورېدلو دپاره د خُدائ پاک حضور ته تلل بهتر دى د کم عقلانو په شان د قربانو پېش کولو نه، خُدائ پاک ته بېسوچه نذرانې پېش کول بدعملى ده.
د هغوئ مشر به د هغوئ د خپل قوم نه وى، او د هغوئ مشر به د هغوئ د خپلو خلقو نه وى. زۀ به هغه خپل ځان ته نزدې کړم او هغه به ما له راشى، ځکه چې څوک دا جرأت کولے شى چې نابللے راشى؟ دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
بيا موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ مطلب دا وو کله چې هغۀ وفرمائيل، هر څوک چې زما خِدمت کوى هغوئ دې خامخا زما د پاکوالى عزت کوى، زۀ به خپلو خلقو ته خپل جلال څرګند کړم.“ خو هارون غلے پاتې شو.
بيا مالِک خُدائ ورته وفرمائيل ”نور نزدې مۀ راځه. پېزار وباسه، ځکه چې تۀ په پاکه زمکه ولاړ يې.
خپل کېمپ مقدس ساتئ، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو سره ستاسو په کېمپ کښې دے، دا د دې دپاره چې ستاسو حِفاظت وکړى او تاسو له په دشمنانو باندې فتح درکړى. داسې يو د بېشرمۍ کار هم مۀ کوئ چې د هغې په وجه مالِک خُدائ ستاسو نه مخ واړوى.
نو هغوئ دا حُکم برداشت نۀ کړے شو چې، ”کۀ يو ځناور هم د دې غر سره ولګى نو هغه دې په کاڼو مړ کړے شى.“
د مالِک خُدائ د لښکر مشر هغۀ ته وفرمائيل، ”څپلۍ وباسه ځکه چې تۀ په مقدسه زمکه ولاړ يې.“ او يشوَع هم هغه شان وکړل چې څۀ ورته فرمائيلے شوى وُو.
مونږ په خپله دا آواز د آسمان نه واورېدو، کله چې مونږ د هغۀ سره په مقدس غرۀ باندې وُو.