12 خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”زۀ به ستا مل يم او چې تۀ کله دا خلق د مِصر نه بهر بوځې، نو تۀ به په دې غر دپاسه زما عبادت وکړې. هغه به د دې ثبوت وى چې تۀ ما لېږلے يې.“
دلته اوسېږه او زۀ به ستا مل شم او برکت به درکړم. زۀ دا ټوله علاقه تا او ستا اولاد له درکوم. ما چې کومه وعده ستا پلار اِبراهيم سره کړې ده زۀ به هغه پوره کړم.
بيا يشعياه حزقياه بادشاه ته وفرمائيل، ”زۀ چې څۀ وايم هغه رښتيا دى او دا د هغې ثبوت دے. په دې کال او په بل کال به تۀ صِرف هغه غله خورې کومه به چې په خپله شوې وى، خو په درېم کال به تۀ غله کرې او فصلونه به رېبې او د انګورو باغونه به کرې او د هغې انګور به خورې.
خو خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”زۀ به هغه قوم له سزا ورکړم چې دوئ يې د غلامانو په طور خِدمت کړے دے او د دې نه پس به هغوئ د هغه مُلک نه راوځى، او په دې ځائ کښې به زما عبادت وکړى.“
يشوَع چې تر کومې پورې تۀ ژوندے يې هيڅ څوک به تا له شکست نۀ شى درکولے. زۀ به ستا هغه شان مل يم لکه څنګه چې د موسىٰ مل وم. زۀ به کله هم تاسو سره بېوفائى ونۀ کړم او نۀ به مو يواځې پرېږدم.