8 د هغۀ زامن راوله او قميصونه ورواغونده،
د هارون دپاره د کتان نه يو قميص جوړ کړه او د کتان نه ورله پټکے جوړ کړه او يو کمربند هم جوړ کړه چې ګُلکارى ورباندې شوې وى.
د هارون د زامنو دپاره قميصونه، کمربند او ټوپۍ جوړې کړه، چې هغوئ ته عزت او ښائست مِلاو شى.
د هغۀ زامن راوله او هغوئ ته چُوغې ورواغونده.
بيا، موسىٰ د هارون زامن مخکښې راوستل او قميصونه يې ورواغوستل، د هغوئ د ملا نه يې پټۍ تاو کړې او ټوپۍ يې ورپه سر کړې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.