5 بيا هارون ته د اِمامانو دا لِباس ورواغونده، قميص او چُوغه چې کومه د پېش بند لاندې اغوستلے کيږى، پېش بند او د سينې جېب د ښۀ ګُلکارى شوى کمربند سره وتړه.
د مشر اِمام دپاره يو د سينې جېب جوړ کړه چې د خُدائ پاک رضا معلومولو دپاره يې استعمالوى. دا به هم د هغه کتان نه جوړ وى د کوم نه چې پېش بند جوړ دے او هم هغه شان ګُلکارى به ورباندې شوې وى.
چې کومه چُوغه د پېش بند لاندې اغوستلے کيږى هغه به ټوله د آسمانى رنګ د وړۍ نه جوړولے شى.
د هارون دپاره د کتان نه يو قميص جوړ کړه او د کتان نه ورله پټکے جوړ کړه او يو کمربند هم جوړ کړه چې ګُلکارى ورباندې شوې وى.
نو هغوئ راغلل او مړى يې د جامو نه ونيول او د خېمو نه بهر يې يوړل، هم هغه شان چې څنګه موسىٰ حُکم ورکړے وو.