Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 29:45 - Pakistani Yousafzai Pashto

45 زۀ به د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې اوسېږم او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 29:45
30 Iomraidhean Croise  

زۀ به تا او ستا اولاد له دا مُلک ورکوم په کوم کښې چې تۀ اوس مسافر يې. د کنعان ټول مُلک به همېشه دپاره ستا د اولاد وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.“


زۀ به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو سره په دې کور کښې اوسېږم او زۀ به هيڅکله هغوئ پرې نۀ ږدم.“


خو اے خُدايه پاکه، ولې تۀ به په رښتيا د بنيادمو سره اوسېږې؟ ستا هستى خو دومره لويه ده چې آسمانونه، لوئ آسمانونه هم ستا دپاره واړۀ دى نو بيا دا کور خو ډېر زيات وړوکے دے چې ما جوړ کړے دے.


يهوداه د خُدائ مقدس ځائ شو، او اِسرائيل د خُدائ پاک د بادشاهت ځائ شو.


کله چې تۀ بره لاړې قېديان دې ځان سره بوتلل. د بنيادمو نه درته تحفې مِلاو شوې د هغوئ نه هم کومو چې بغاوت کړے وو. نو هم داسې مالِک خُدائ هلته استوګنه وکړله.


تۀ به خپل خلق دننه راولې او هغوئ به په خپل غرۀ آبادوې، هغه ځائ اے مالِکه خُدايه، چې تا د خپل ځان دپاره خوښ کړے دے، هغه پاک ځائ ته، اے مالِکه خُدايه، چې تا په خپله ودان کړے دے.


او خلق به زما دپاره يوه مقدسه خېمه جوړه کړى، نو زۀ به د هغوئ په مينځ کښې اوسېږم.


زۀ به خېمه او قربان‌ګاه مقدس کړم او زۀ به هارون او د هغۀ زامن رابېل کړم چې د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى.


زۀ به تاسو خپل خلق جوړ کړم او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم. تاسو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم چې کله زۀ تاسو په مِصر کښې د غلامۍ نه آزاد کړم.


تۀ ولې د هغه چا په شان يې چې ګنګس وى، او لکه د داسې فوجى په شان شوے يې چې څوک بچ کولے نۀ شى؟ اے مالِکه خُدايه، تۀ مونږ سره يې، او مونږ ستا نوم پورې تړلے شوى يُو، نو اوس مونږ مۀ پرېږده.“


زۀ، مالِک خُدائ به د هغوئ خُدائ پاک يم، او زما خِدمتګار داؤد به د دوئ په مينځ کښې شهزاده وى. ما مالِک خُدائ وفرمائيل.


هغۀ وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، دا زما تخت او د پښو د لګولو مقام دے. دا هغه مقام دے چې زۀ به په کښې د تل دپاره د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې اوسېږم. هغوئ او د هغوئ بادشاهان به نور په بُت‌خانو کښې بُت پرستى او زما د مقدس نوم سپکاوے نۀ کوى. او نۀ به نور دوئ د خپلو مړو بادشاهانو د علاقائى زيارتونو عزت کوى.


هغوئ دې اوس خپله بُت پرستى او د خپلو بادشاهانو زيارتونه زما د مخې نه اخوا کړى، او زۀ به د هغوئ په مينځ کښې د تل دپاره اوسېږم.


بادشاه سلامت تاسو چې څۀ غواړئ هغه يو ناممکن کار دے. دا بادشاه ته د هغۀ د معبودانو نه بغېر هيڅ څوک نۀ شى څرګندولے، او هغوئ د انسانانو سره نۀ اوسيږى.“


زۀ به ستاسو په مينځ کښې زما په مقدسه خېمه کښې اوسېږم او زۀ به ستاسو نه کله هم نفرت ونۀ کړم.


زۀ به ستاسو مل يم، زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو به زما خلق يئ.


لکه څنګه چې ما تاسو سره وعده کړې وه کله چې تاسو د مِصر نه بهر راوتلئ. زما روح ستاسو په مينځ کښې دے نو تاسو مۀ يرېږئ.


چغې ووهه او خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. ځکه چې زۀ راروان يم، او زۀ به ستاسو په مينځ کښې اوسېږم،“ مالِک خُدائ فرمائى.


مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ”زۀ به صيون ته راواپس شم او په يروشلم کښې به اوسېږم. بيا به يروشلم وفادار ښار بللے شى، او د مالِک خُدائ ربُ الافواج غر به مقدس غر بللے شى.“


هغوئ د موسىٰ او هارون په مخکښې رابېل شول او ورته يې ووئيل، ”تاسو د حد نه تېر شوى يئ. ټول قوم د مالِک خُدائ مقدس خلق دى او مالِک خُدائ زمونږ د ټولو مل دے. نو، موسىٰ، تۀ ولې د مالِک خُدائ د قوم نه ځان اوچت ګڼې؟“


هغه مُلک مۀ پليتوئ چرته چې تاسو اوسېږئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې اوسېږم.“


نر يا ښځه چې ناپاکه وى نو هغوئ بهر ولېږه، چې خېمې پليتې نۀ کړى، چرته چې زۀ د خپلو خلقو په مينځ کښې اوسېږم.“


هغه د حق روح دے، کوم چې دُنيا نۀ قبلوى ځکه چې دُنيا نۀ خو هغه وينى او نۀ يې پېژنى. خو تاسو هغه پېژنئ ځکه چې هغه تاسو سره اوسى او هغه به په تاسو کښې وى.


په هغه ورځ به تاسو پوهه شئ چې زۀ په خپل پلار کښې يم او تاسو په ما کښې يئ او زۀ په تاسو کښې يم.


عيسىٰ ورته جواب ورکړو، ”څوک چې زما سره مينه کوى، هغوئ به زما په کلام عمل کوى او زما پلار به د هغوئ سره مينه کوى، او زۀ او پلار به هغوئ ته ورشو او د هغوئ سره به اوسو.


نو د خُدائ پاک د کور او د بُتانو په خپلو کښې د جوړښت امکان نشته، نو مونږ په خپله د ژوندى خُدائ پاک کور يُو لکه څنګه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به په خپله په هغوئ کښې اوسم او په هغوئ کښې به ګرځم، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما خلق وى.“


نو تاسو هم د هغۀ په يووالى کښې د نورو سره د خُدائ پاک يو داسې کور جوړوئ چې په کوم کښې خُدائ پاک د خپل روح په وسيله اوسيږى.


مالِک خُدائ به يو ځائ خوښ کړى چرته به چې د هغۀ عبادت کيږى او هلته به تاسو هغۀ له هغه هر څۀ راوړئ چې ما يې حُکم درکړے دے، يعنې خپلې سوزېدونکې نذرانې او خپلې نورې قربانۍ، ستاسو لسمه حِصه او منښتې او هغه خاص نذرانې چې تاسو د مالِک خُدائ سره د هغې وعده کړې وى.


نو د دې خلقو نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، خُدائ پاک لوئ او يروونکے دے.


ما د تخت نه يو اوچت آواز واورېدو چې دا يې فرمائيل چې، ”ګورئ، اوس به د خُدائ پاک حضور د بنى آدمو په مينځ کښې وى او هغوئ به د هغۀ اُمت وى او خُدائ پاک به په خپله د هغوئ سره وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan