44 زۀ به خېمه او قربانګاه مقدس کړم او زۀ به هارون او د هغۀ زامن رابېل کړم چې د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى.
مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”ما ستا دُعا اورېدلې ده، کومه چې تا زما په وړاندې کړې ده. کوم کور چې تا جوړ کړے دے هغه زۀ مقدس کوم او هغه به داسې ځائ وى چې همېشه به هلته زما عبادت کيږى. زما به په دې نظر وى او همېشه به زړۀ کښې اوسى.
هلته به بنى اِسرائيل زما سره ملاقات وکړى او زما د حضور جلال به هغه ځائ مقدس کړى.
زۀ به د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې اوسېږم او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.
ګنې، د هغۀ بچى به ناپاک وى، په کار دى چې هغوئ پاک وى. زۀ مالِک خُدائ يم او ما هغه د اِمام په توګه غوره کړے دے.“
چا ته چې د مقدسو نذرانو د خوړلو اجازت نۀ وى نو هغه خلق به ورته نۀ شى پرېښودلے، کۀ داسې وشى نو د دې په وجه به هغه کس ګناهګار شى او سزا به ورته مِلاو شى. زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ نذرانې مقدسې کوم.“
ټول اِمامان به هغه اصُول منى کوم چې ما ښودلى دى. ګنې، هغوئ به ګناهګار شى او مړۀ به شى، ځکه چې هغوئ مقدسو اصُولو ته سپک کتلى دى. زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ هغوئ مقدس کوم.
ولې تاسو دا وئيلے شئ چې څوک چې پلار مقدس کړے دے او دُنيا ته يې رالېږلے دے، هغه کُفر کوى ځکه چې ما وفرمائيل چې زۀ د خُدائ پاک زوئ يم؟