هِجرت 29:41 - Pakistani Yousafzai Pashto41 دوېم ګډُورے په ماښام کښې قربانى کړه او د سحر په شان هم هغه هومره اوړو سره، د زيتُونو تېلو او مے سره يې پېش کړه. دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانه ده او د دې خوشبو په هغۀ ښۀ لګى. Faic an caibideil |
بيا هغۀ اورِياه ته حُکم وکړو، ”دا لويه قربانګاه د سحر سوزېدونکې نذرانې او د ماښام د غلې نذرانې دپاره استعمالوه او د بادشاه او د خلقو د سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې او د خلقو د څښلو نذرانې دپاره يې استعمالوه. په دې باندې د هغه ټولو ځناورو وينه تويوه چې کوم قربانى شوى وى. خو د زېړو قربانګاه زما دپاره وساته چې د فال دپاره يې استعمالوم.“