Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 29:39 - Pakistani Yousafzai Pashto

39 يو ګډُورے د سحر په وخت کښې د قربانۍ په توګه پېش کوه او بل په ماښام کښې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 29:39
15 Iomraidhean Croise  

هغوئ ټول مازيګر تر ماښامه پورې چغې وهلې او ګډې وډې يې وئيلې، خو څۀ جواب رانۀ غلو او هيڅ آواز وانۀ ورېدلے شو.


بيا هغۀ اورِياه ته حُکم وکړو، ”دا لويه قربان‌ګاه د سحر سوزېدونکې نذرانې او د ماښام د غلې نذرانې دپاره استعمالوه او د بادشاه او د خلقو د سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې او د خلقو د څښلو نذرانې دپاره يې استعمالوه. په دې باندې د هغه ټولو ځناورو وينه تويوه چې کوم قربانى شوى وى. خو د زېړو قربان‌ګاه زما دپاره وساته چې د فال دپاره يې استعمالوم.“


په ورپسې سحر، د سحر د نذرانې په وخت، د ادوم د طرف نه اوبۀ راوبهېدلې او مُلک د اوبو نه ډک شو.


هر سحر او هر ماښام هغوئ هغۀ ته خوشبوئى او پوره سوزېدونکې نذرانې پېش کوى. هغوئ په هغه مېز باندې د روټۍ نذرانې پېش کوى کوم چې پاک دے او هره شپه هغوئ د سرو زرو په ډيوټ باندې ډيوې بلوى. مونږ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په اصُولو باندې عمل کوُو، خو تاسو هغه پرېښے دے.


سليمان د صور بادشاه حيرام له يو پېغام ولېږلو چې، ”ما له د دِيار لرګى راولېږه لکه څنګه چې تا زما پلار داؤد له لېږلى وُو چې کله هغۀ محل جوړولو.


نو څوک چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د کلام په وجه يرېدلى وُو ځکه چې هغوئ د جلاوطنۍ نه راواپس خلقو د نافرمانۍ نه خبر شول هغوئ ټول راغلل او زما سره کښېناستل. او زۀ هلته د ماښام د قربانۍ د وخت پورې سخت خفه ناست وم.


زما دُعا دې ستا په حضور کښې د خوشبو په شان شى، او زما د لاسونو اوچتول دې تا ته لکه د ماښام د قربانۍ په شان قبول شى.


زما واوره سحر کښې زۀ تا ته آواز کوم، هر سحر کښې زۀ تا ته درخواست کوم مالِکه خُدايه ستا په طمع اِنتظار کوم.


نو د دې مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام، د بنى اِسرائيلو ټول قوم به دا څاروى حلال کړى.


د وړومبى ګډُورى سره يو کلو د غنمو ښۀ اوړۀ پېش کړه چې د زيتُونو يو ليټر سوچه تېل ورسره ګډ وى. او يو ليټر مے د نذرانې په توګه پېش کړه.


ما لا دُعا کوله چې جبرائيل، هغه سړے چې ما مخکښې په رويا کښې ليدلے وو ما له په تېزۍ سره راغلو، د ماښام د قربانۍ وخت وو.


دا د خوشبويۍ د سيزولو وخت وو او بهر ټوله جمع په عبادت کښې مشغوله وه،


بلکې زمونږ دولس قبيلې د هغې وعدې د پوره کېدو په طمع کښې شپه او ورځ پوره په جوش او جذبې سره عبادت کوى. اے بادشاه سلامته، هم په دې وجه يهوديان په ما اِلزامونه لګوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan