35 د هارون او د هغۀ د زامنو د مقرر کېدلو رسمونه دې اووۀ ورځې کولے شى هم هغه شان چې څنګه ما حُکم درکړے دے.
د هارون کوم زوئ چې د هغۀ په ځائ اِمام شى او چې هغه زما د حضور خېمې ته د خِدمت دپاره ننوځى نو هغه به دا لِباس اووۀ ورځې اغوندى.
هره ورځ تر اووۀ ورځو پورې تۀ کفاره ادا کوه. نو قربانګاه به بېخى مقدسه شى او هر څوک يا هر څيز چې د هغې سره ولګى نو هغه به هم مقدس شى.
تاسو به د اووۀ ورځو دپاره هره ورځ يو چېلے د ګناه د نذرانې دپاره پېش کوئ، تاسو به د رمې نه يو ځوان غوَيے او يو ګډورے هم پېش کوئ، چې درې واړه بېعېبه وى.
هغه به ما ته لوئى راکړى ځکه چې هغه به زما نه هغه څۀ حاصل کړى چې په ما کښې دى او تاسو ته به ووائى.