34 کۀ څۀ غوښه يا څۀ روټۍ تر سحره پورې پاتې شى، نو هغه به سوزولے شى، هغه به نۀ شى خوړلے، ځکه چې مقدسه ده.
تر سحره پورې په دې کښې هيڅ هم باقى مۀ پرېږدئ، خو کۀ پاتې شى نو هغه وسوزوئ.
موسىٰ دوئ ته وفرمائيل، ”تر سحره پورې به هيڅ څوک هم په دې کښې څۀ نۀ پرېږدى.“
چې کله تاسو يو ځناور قربانى کوئ او د هغۀ وينه ما ته پېش کوئ نو خمبيره روټۍ ورسره مۀ پېش کوئ. په دې اخترونو کښې چې کوم ځناور ما ته قربانى شى د هغوئ وازګه دې د سحر پورې نۀ شى پرېښودلے.
د ګډ وازګه، لم، هغه وازګه چې په کولمو پرته وى، د اينې ښۀ حِصه، دواړه ګردې سره د هغه وازګې چې ورباندې وى او ښے پتُون دا ټول پرې کړه.
تۀ به د دوېم ګډ پوښتۍ وخورې، خو تۀ به وړومبے دا اوچتې کړې چې ښکاره کړې چې دا غوښه ما ته وقف کيږى.
دا زما نۀ بدلېدونکے قانون دے چې کله بنى اِسرائيل د سلامتۍ قربانۍ پېش کوى، د ځناور پوښتۍ او پتُون به د اِمامانو وى. دا زما د خلقو د طرف نه مالِک خُدائ ته نذرانه ده.
کله چې تاسو ما ته يو ځناور قربانى کوئ نو خمبيره شوې روټۍ ورسره مۀ پېش کوئ. کوم ځناور چې د فسحې په اختر کښې حلال شوى وى نو د هغې يوه برخه هم د بل سحر پورې مۀ پرېږدئ.
موسىٰ د ګناه نذرانې د چېلى په حقله تپوس وکړو او خبر شو چې هغه خو سوزولے شوے دے. په دې باندې هغه اِلىعزر او اِتمر ته په قهر شو او پوښتنه يې وکړه چې،
کومه غوښه يا روټۍ چې پاتې وى نو هغه وسوزوئ.