33 د مقرر کېدلو په وخت کښې چې د کفارې د رسم ادا کولو دپاره څۀ استعمال شوى وُو هغوئ به هغه خورى. صِرف اِمامان به دا خوراک خورى ځکه چې دا خوراک مقدس دے.
غريبانان به ماړۀ او مطمئن شى، د مالِک خُدائ ټول لټوونکى به ثناء خوان شى د هغوئ زړونه دې د تل دپاره خوشحاله وى.
هارون او د هغۀ زامن به هغه غوښه زما د حضور خېمې په دروازه کښې د هغه روټۍ سره خورى کومه چې په شکور کښې پاتې وى.
هغه کس به خپل لاس ورله په سر کېږدى او دا به ترې نه په قربانۍ کښې قبول کړے شى او دا به د هغۀ دپاره کفاره شى.
موسىٰ هارون او د هغۀ دوه پاتې شوو زامنو، اِلىعزر او اِتمر ته وفرمائيل، ”د غلې هغه نذرانه واخلئ کومه چې مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې نه پاتې شوې ده، پتيره روټۍ د دې سره پخه کړئ او د قربانګاه په خوا کښې يې وخورئ، ځکه چې دا نذرانه ډېره مقدسه ده.
هر کله چې تاسو خېمې بل ځائ ته اوړئ نو ليويان به مقدسه خېمه راټولوى او په هر يو نوى ځائ کښې به يې لګوى. بل هر څوک چې مقدسې خېمې ته ورنزدې شى نو وبه وژلے شى.
دا د بنى اِسرائيلو دپاره يو خبردارے وو چې څوک د هارون اولاد نۀ وى نو بل غېر سړے به قربانګاه ته نزدې نۀ راځى د دې دپاره چې مالِک خُدائ ته خوشبوئى وسوزوى. ګنې هغه به د قورح او د هغۀ د سړو په شان تباه شى. دا هر څۀ هم هغه شان وشول چې څنګه مالِک خُدائ اِلىعزر له د موسىٰ په ذريعه حُکم ورکړے وو.
او قورح او د هغۀ ملګرو ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ به سبا سحر مونږ ته وښائى چې څوک د هغۀ دى او څوک مقدس دى. او هغه به صِرف هغه کس خپل ځان ته نزدې پرېږدى چې کوم يې خوښ کړے وى.
هغوئ به تا سره کار کوى او په خېمه کښې به د خِدمت خپلې ټولې ذمه وارۍ پوره کوى، خو چې چا ته اجازت نۀ وى نو هغه کس به تا سره خِدمت نۀ شى کولے.
خو يواځې تۀ او ستا زامن به د اِمامت هغه ذمه وارۍ پوره کوئ کومې چې د قربانګاه او د زيات مقدس ځائ سره تعلق لرى. دا ستاسو ذمه وارۍ دى، ځکه چې ما تاسو له د اِمامت تُحفه درکړې ده. هر څوک چې حقدار نۀ وى او نزدې راشى نو هغه به ووژلے شى.“
تۀ به هارون او د هغۀ زامن مقرر کړې چې د اِمامانو په توګه ذمه وارى پوره کړى، بل هر څوک چې مقدسې خېمې ته د ورنزدې کېدلو کوشش وکړى نو هغه به ووژلے شى.“
موسىٰ، هارون او د هغۀ زامنو نمرخاتۀ طرف ته د مقدسې خېمې په مخکښې خېمې ودرولې. هغوئ د هغه خِدمت ذمه وار وُو چې د بنى اِسرائيلو دپاره په مقدس ځائ کښې کېدلو. بل هر چا چې د دې د کولو کوشش کړے وے نو هغه به وژلے شو.
او کله چې هغۀ پرې شُکر وکړو نو ماته يې کړه او وې فرمائيل چې، ”دا زما بدن دے چې ستاسو دپاره دے. زما په ياد کښې دغه شان کوئ.“
نو هر کله چې تاسو دا روټۍ خورئ او دا پياله څښئ نو تاسو د مالِک د مرګ اعلان کوئ ترڅو چې هغه رانۀ شى.