32 هارون او د هغۀ زامن به هغه غوښه زما د حضور خېمې په دروازه کښې د هغه روټۍ سره خورى کومه چې په شکور کښې پاتې وى.
د روټۍ هغه شکور چې کوم ما ته پېش کړے شوے دے، د هر يو قِسمه روټۍ نه يوه يوه روټۍ راواخله.
د ګډ هغه غوښه واخله کومه چې د هارون او د هغۀ د زامنو په مقررولو کښې استعمال شوې وى او په يو پاک ځائ کښې يې اويشوه.
د مقرر کېدلو په وخت کښې چې د کفارې د رسم ادا کولو دپاره څۀ استعمال شوى وُو هغوئ به هغه خورى. صِرف اِمامان به دا خوراک خورى ځکه چې دا خوراک مقدس دے.
موسىٰ هارون او د هغۀ زامنو ته وفرمائيل، ”دا غوښه د مالِک خُدائ د حضور خېمې خولې ته يوسئ، وې يشوئ او د هغې روټۍ سره يې وخورئ کومه چې د مقررولو نذرانې په ټوکرۍ کښې ده، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے.
هغه د خُدائ کور ته ننوتو او پېش کړے شوې روټۍ يې وخوړه، اګر چې هغه په دۀ او د دۀ په ملګرو ناروا وه او صرف اِمامانو ته روا وه.