Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 29:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 د هارون کوم زوئ چې د هغۀ په ځائ اِمام شى او چې هغه زما د حضور خېمې ته د خِدمت دپاره ننوځى نو هغه به دا لِباس اووۀ ورځې اغوندى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 29:30
17 Iomraidhean Croise  

د اووۀ ورځو اِنتظار نه پس هغۀ بيا ګوګوشتکه والوځوله.


هغۀ بيا نور اووۀ ورځې اِنتظار وکړو او يو ځل بيا يې ګوګوشتکه والوځوله، خو دا ځل واپس رانۀ غله.


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”تاسو به اووۀ ورځې خمبيره شوې پخه روټۍ نۀ خورئ، صِرف پتيره روټۍ به خورئ. په وړومبۍ ورځ به تاسو د خپلو کورونو نه ټوله خمبيره لرې کړئ، ځکه چې کۀ په دې اووۀ ورځو کښې څوک خمبيره شوې پخه روټۍ وخورى، نو هغه کس به د بنى اِسرائيلو نه نۀ شى ګڼلے.


د هارون د اِمامت لِباس د هغۀ د مرګ نه پس به د هغۀ زامنو ته ملاويږى، ځکه چې کله هغوئ مقررولے شى نو هغوئ به دا اغوندى.


د ګډ هغه غوښه واخله کومه چې د هارون او د هغۀ د زامنو په مقررولو کښې استعمال شوې وى او په يو پاک ځائ کښې يې اويشوه.


د هارون او د هغۀ د زامنو د مقرر کېدلو رسمونه دې اووۀ ورځې کولے شى هم هغه شان چې څنګه ما حُکم درکړے دے.


د اووۀ ورځو دپاره دې هغوئ د قربان‌ګاه او د هغې د پاکولو دپاره فديه پېش کړى، نو داسې به هغوئ دا وقف کړى‎.


اِمام به په اوومه ورځ هغه بيا وګورى او کۀ د هغۀ په خيال کښې زخم هم هغه شان ښکارى او خور شوے نۀ وى، نو هغه به يې د نورو اووۀ ورځو دپاره جدا وساتى.


کوم مشر اِمام چې د پلار په ځائ مقرر شوے وى، هغه به د پاکوالى کفاره ادا کړى. هغه به د اِمامانو د کتان لِباس واغوندى


د مقررولو د رسمونو نه پس په اتمه ورځ، هارون، د هغۀ زامن او د بنى اِسرائيلو مشران موسىٰ راوغوښتل.


هارون قربان‌ګاه ته لاړو او د خپل ځان دپاره يې يو سخے د ګناه د نذرانې په توګه حلال کړو.


او موسىٰ د هارون نه د اِمامانو لِباس وويستلو او اِلى‌عزر ته يې ورواغوستلو. هارون هلته د غرۀ په سر باندې مړ شو او موسىٰ او اِلى‌عزر د غرۀ نه راکوز شول.


ځکه چې مونږ ته هم د داسې مشر اِمام ضرورت دے چې هغه پاک او معصوم او بې‌داغه وى، او د ګناهګارانو نه جدا او د آسمانونو نه اوچت وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan